تازه خبرونه
د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي – ګوټرش
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې له ۶۰۰ میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې د جګړې له کبله اغیزمنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش ويلي؛ په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې نسلي لاسته راوړنې په ټپه ولاړې دي او د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې له ۶۰۰ میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې د جګړې له کبله اغیزمنې شوي دي.
په دغه راپور کې انټونیو ګوټرش اندېښنه ښودلې، چې په نړۍ کې د تاوتریخوالي، تبعیض او جګړو د کچې د ډېروالي له کبله د ښځو په برخه کې د څو لسیزو راپدېخوا شوي پرمختګونه له منځه تللو سره مخ دي.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې څو قضیو ته هم نغوته شوې او ټینګار شوی، چې د ښځو حقونو ته پاملرنه یو ګډ مسوولیت دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیوګوټرش ویلي؛ د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع یو نړیوال مسوولیت دی. په افغانستان کې له دولس کلونو څخه پورته نجونې له زدهکړو بې برخې دي او د ښځو حقونو ته د لاسرسي محدودیتونه زیات شوي دي.
هغه ویلي؛ ملګري ملتونه په کور دننه او بهر له ښځو سره منظمې غونډې کوي. په بهر کې یې د کلیدي شریکانو سره د ښکېلتیا اسانتیاوې برابرې کړي؛ خو ټول ښکېل اړخونه او فعالین باید د ښځو د حقونو او په عامه ژوند کې د دوی د ګډون په شمول د پخلاینې یا پالیسۍ په بهیر کې د ګډون لپاره ډېر څه وکړي.
د ښځو تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې اوونۍ په غونډه کې؛ د سولې، ثبات او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې هم د ښځو رول ته په نغوته کې ویلي: په سولهییزه نړۍ کې د هرچا غږ اورېدلو ته اړتیا ده او هر قشر باید په واک کې شریک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د دغه ډول ادعاوو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت او د هېواد د خلکو د کلتور له مخې تامین شوي دي. اسلامي امارت پر هېوادونو او نړیوالو ټولنو هم غږ کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نهکوي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
