تازه خبرونه
د ښي لاس موټرو د قانوني کولو بهیر پیل شو
د کورنیو چارو وزارت په کابل او ولایتونو کې د ترافیکو په ادارو کې د ښي لاسو بې اسنادو او یوې کلي موټرو د ثبت بهیر پیل کړ.
د ترافيکو د عمومي رياست چارواکو ويلي، د شنبې پر ورځ یې ښي لاسو موټرو ته په مرکز او ولایتونو کې د اسنادو وېش پیل کړ او تر راتلونکیو درې میاشتو به روان وي او بیا به دې موټرو ته لنډمهالي نمبر پلیتونه ورکړشي.
د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي؛ دا قانوني اسناد او نبمر پلیتونه د پيسو په بدل کې ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ويلي؛ د شنبې پر ورځ یې د اسنادو ورکول پيل کړي او تر درې میاشتو به روان وي.
د ترافیکو پولیسو عمومي رییس حسیب الله مختار وايي؛ د اسنادو او نمبر پلیتونو د وېش په بدل کې له چټکو او بار وړونکیو موټرو پیسې اخلي.
حسیب الله مختار زیاته کړې؛ هغه موټر، چې مادل یې له دوه زره ټيټ وي استهلاک شوي شمېرل کیږي او د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ مادل پورې پر هر سلندر ۵۳۰۰ افغانۍ او د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې پر هر سلندر ۷۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي.
دغه راز باروړنکې لارۍ هم له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې پر هر سلندر ۶۹۰۰ افغانۍ او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۲ پورې پر هر سلندر ۸۹۰۰ افغانۍ د ترافیکو ریاست لخوا اخیستل کیږي.
حسیب الله مختار وایي: په نږدې راتلونکي کې به د دغه رياست دفترونه او څانګې پر برښنايي سیستم سمبال او د تکسي خدمتونه به معیاري پیل شي.
په افغانستان کې د ښې لاس زرګونه موټر ګرځي؛ خو دا، چې لاس یې د افغانستان د ترافیکي سیستم خلاف دی، ارزانه دي، چې تر دې مهاله یې د اسنادو ستونزه بنسټيزه نده حل شوې.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
