تازه خبرونه
د ښوونځیو پر نجونو بندیز لګول له اساسي قانون سرغړونه ده – د بشري حقونو کمیسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پوهنې وزارت لخوا په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو څخه پر ډېر عمره نجونو د ترانو ویلو د بندیز لګونې په اړه څرګنده کړې، چې هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو حق دی.
د یاد کمېسیون د څرګندونو له مخې؛ د عمر او جنس له توپيري چلند پرته ښوونې او روزنې، د بیان آزاديو او هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو لومړني حقونه دي.
یاد کمیسیون د ماشومانو حقونو او آزادیو پروړاندې هر ډول بندیز د بشري حقونو عمومي اصولو، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د افغانستان ملي قوانینو خلاف بولي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي؛ تمه ده، چې د پوهنې وزارت د آزادیو، برابرۍ او د ماشومانو د لوړو ګټو د ملاتړ لپاره د اصولو پر بنسټ پرېکړې وکړي او جنسیتي ټوپیرونو ته وده ورنکړي.
تېره ورځ د افغانستان پوهنې وزارت ویلي، چې د ملي شورا او ځینو کورنیو له سپارښتنو وروسته پرېکړه شوې، چې زدکوونکي او د نجونو د ترانو ویلو ډلې، چې عمرونه یې له دوولس کلونو پورته دي؛ نشي کولی په عمومي پروګرامونو کې ګډون وکړي.
په هغه لیک کې، چې د کابل پوهنې ریاست د ضمیر ګوارا پر لاسلیک ښوونیزو حوزو ته لېږلی؛ د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړشوی؛ په عمومي پروګرامونو کې له دولس کلونو څخه د پورته عمر لرونکیو نجونو د ترانو او سندرو له ویلو دې ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به ور سره قانوني چلند کیږي.
په دې لیک کې دا هم راغلي، چې نرینه ښوونکي نشي کولی له دولس کلونو پورته نجونو ته زدکړې ورکړي.
د دغې سپارښتنې له مخې؛ ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د نجونو د ترانو ویلو ډلې باید داسې تنظیم کړي، چې عمرونه یې له دولس کلونو لږ وي.
د یادونې ده، چې د ښځو ځینې بنسټونه هم پدې پرېکړه د نیوکې تر څنګ څرګندوي، چې باید حساسیت پارونکي او د جنسیتي توپیر پرېکړې ونشي او دوی دا پرېکړه په ښوونیزو بنسټونو کې جنسیتي چلند یادوي.