تازه خبرونه
د ژنیو کنفرانس د افغانستان پر پرمختګ بې اغېزې ندی – اشرف غني
د هېواد ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د ژنیو نړیوال کنفرانس د افغانستان پر راتلونکي پرمختګ او پرځانبسیاینې بې اغېزې ندی.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ سباته د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ته راټولیږو، چې موخه مو ترې د سوله ییز او هوسا هېواد لرل دي.
هغه وایي: د دې کنفرانس پایله به د هېواد راتلونکی پرمختګ، پر ځان بسیاینه او سولې ته رسېدل وي.
په پام کې ده، چې سبا دوشنبه د نوامبر پر درویشتمه \ د لیندۍ ۳ له افغانستان سره د مالي مرستو د دوام نړیواله غونډه جوړه شي. په دې نړیواله غونډه کې، چې په مجازي او انلاین بڼه جوړیږي د نړۍ ۷۰ مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د راتلونکیو څلور کلونو لپاره د مالي ملاتړ په اړه پرېکړه کوي.
په دې ناسته کې به د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندي کولو، د سولې بهیر پر غښتلي کولو او له افغانانو څخه پر مالي ملاتړ بحث او خبرې وشي.
اوس پوښتنه داده، چې حکومت په دوه زره اتلسم کال کې له نړیوالو سره کړې ژمنې څومره پلې کړې دي؟
د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع په یو دېرش ولایتونو کې د څېړنو پر وخت موندلې، چې حکومت په دوه زره اتلسم میلادي کال کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پلې کړې ندي.
د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع مشر رفیع عزیزي ویلي: غواړم ووایم، چې په افغانستان کې د حکومتدارۍ په اړه د خلکو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي او د خلکو باور پر ټولو لوریو له منخه تلی دی.
د ژنیو په ناسته کې ګډونوال څرګندوي؛ د نړیوالې ټولنې استازي به قانع کړي، چې له افغانستان سره مالي مرستې روانې وساتي.
اروپايي ټولنې او نورو مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره لس اساسي شرطونه وړاندې کړي دي.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر لطیف محمود وایي؛ افغان حکومت په دې اړه خپلې ټولې ژمنې پلې کړي، د ګډون سند بشپړ شوی او مونږ په کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو یو.
ځينې نور بیا په دې بارو دي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې به د نړیوالې وبا کرونا تر سیوري لاندې وي.
د ژینو غونډې ته د فنلند استازی یانا تلاس ویلي؛ مالي وضعیت ډېر خراب دی او دا د دې لامل شو، چې یوشمېر هېوادونه پرخپلو مرستو بیا غور وکړي. له اړوند هېوادونو څخه مالي ملاتړ وضعیت ستونزمن کړی او له ستونزو سره مخ یو.
د یادونې ده، چې د ژنیو نړیواله غونډه به د فنلند پر کوربتوب دوه ورځې روانه وي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه19 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ17 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی18 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ