تازه خبرونه
د ډیورنډ فرضي کرښې او سرحدي سیمو د اړوند خلکو د ستونزو د حل کمیټه جوړه شوه
په دې کمیټه کې فرضي کرښې ته د نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، رییسان او د دفاع وزارت استازي برخه لري، چې د یادو سیمو اوسیدونکیو ته د معیاري، بنسټیزو خدمتونو، دیني او عصري زدهکړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان د ډیورنډ فرضي کرښې او اړوند سرحدي سیمو د اوسیدونکیو د ستونزو د حل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یوه کمیټه جوړه شوه.
په دې کمیټه کې فرضي کرښې ته د نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، رییسان او د دفاع وزارت استازي برخه لري، چې د یادو سیمو اوسیدونکیو ته د معیاري، بنسټیزو خدمتونو، دیني او عصري زدهکړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړي.
د کارپوهانو په اند د هېواد سرحدي ولسوالیو سیمې محرومې سیمې دي. دغو محرومیتونو د اسلامي امارت پام ځانته رااړولی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ د اسلامي امارت رهبر د سرحدي ولسوالیو او د سرحدي سیمو د اوسیدونکیو ستونزو ته د رسیدنې او ډیورنډ فرضي کرښې د څارنې لپاره ځانګړې کمیټه ټاکلې ده.
دغه کمېټه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست پر مشرۍ جوړه شوې او په کې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان او د اړوند ولایتونو رییسان او د ملي دفاع وزارت استازي برخه لري، چې په سرحدي ولسوالیو کې با کیفیته خدمات وړاندې کوي.
همدارنګه د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمیټې د اړتیا وړ بودجې په برابرولو کې همکاري وکړي.
سیاسي شنونکی نجیبالرحمان شمال هم په دې باور دی، چې زیانمن شوي سرحدي خلک لومړنيو خدماتو ته لاسرسی نلري باید پاملرنه ورته وشي؛ ځکه ډېري ناقانونه کارونه په سرحدونو کې کېږي.
افغانستان له چین، ترکمنستان، ایران، ازبکستان، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله فرضي کرښه ده، چې کابل یې پر رسمیت نه پېژني او وايي پر افغانستان تپل شوې ده.
تازه خبرونه
په لندن کې د کوربه هېواد د مقاماتو په غوښتنه د افغانستان سفارت تړل کیږي
نوموړي د یکشنبې پر ورځ (د وږي اتلسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان سفارت دروازه به له درې اوونیو څخه په لږ وخت کې ( د روان کال د تلې پر شپږمه / د روان کال د سپټمبر پر اووهویشت مه) وتړل شي.
په لندن کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر زلمی رسول ويلي؛ د بریټانیا د حکومت د رسمي غوښتنې له مخې به د هېواد سفارت وتړل شي.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ (د وږي اتلسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان سفارت دروازه به له درې اوونیو څخه په لږ وخت کې ( د روان کال د تلې پر شپږمه / د روان کال د سپټمبر پر اووهویشت مه) وتړل شي.
تازه خبرونه
په نایجریا کې د ګازو د ټانکر د ټکر او چاودنې له کبله ۴۸ کسان مړه شول
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې ټکر د د یکشنبې پر سهار رامنځته شوی او د چاودنې له کبله دواړه موټرونه سوځېدلي دي.
د نایجیریا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې څرګنده کړې، چې د نایجریا په مرکز کې د ګازو د یوه ټانکر د ټکر او چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې ټکر د د یکشنبې پر سهار رامنځته شوی او د چاودنې له کبله دواړه موټرونه سوځېدلي دي.
مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوي او د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې یو شمېر نور موټر هم سوځېدلي دي.
له پېښې سمدستي وروسته له سیمې څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې دوه موټر په بشپړه توګه سوځېدلي او یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
له پېښې وروسته یوه مرستندویه کارکوونکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي؛ دوی د مړو او مردارو څارویو د راټولولو هڅې روانې ساتلي دي.
تازه خبرونه
په خوست ولایت کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړه پای ته ورسېده
دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.
د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ شخړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د امنیتي کمیټې پر منځګړتوب حل شوه.
دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په سرحدونو کې د نښو د نويو کولو د کار يوه لويه برخه یې بشپړه کړې ده. په تېر کال کې دغه وزارت ۳۰۴ لویې شخړې او ۵۲۵ د کوچنیو دښمنیو پېښې حل کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله او د میلیونونو افغانیو مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغه وزارت چارواکو ويلي؛ د سرحدونو ساتنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یو کال کې په دې اړه جدي هڅې ترسره شوې دي.
دغه وزارت د رسمي پولو د ساتلو په موخه د هېواد صفري نقطې، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون یې له ایران او ترکمنستان سره ګډې پولې ارزولي دي.
دغه راز په تېر کال کې دغه وزارت له اړوند څانګو سره د ۷۰۰ چاپېریالي ستونزې اړوند ادارو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې یې ۴۰۰ پروژې پلې کړې دي.
دغه وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې د کرنې، نفوسو، مساحت، پراختیا او مالدارۍ په برخو کې څېړنې کړي او تر اوسه څه باندې ۷ زره کسان د دغه وزارت په اړوند عالي لېسو کې زدهکړې کوي.
دغه وزارت له یو شمېر کوچیانو کورنیو سره نغدي مرسته کړې او د کوچیانو د درملنې لپاره یې په ټول هېواد کې ۱۰۰ ګرځند روغتیايي ډلې، ۱۱ کلینیکونه او د څارویو د درملنې ۶۰ مرکزونه جوړ کړي دي.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډله تاشکند ته ورسېده
-
لوبی4 days ago
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د ټسټ لوبې لپاره هند ته ورسېده
-
نړۍ5 days ago
په امریکا کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي ۱۳ کسنو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه4 days ago
معلوماتو ته د بشپړ لاسرسی نشتوالی د خبریالانو یوه لویه ننګونه ده
-
نړۍ5 days ago
امریکا دې د روسیې سره کرښه نه هېروي – سرګی لاوروف
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان تجزیه کېدونکی هېواد ندی – عباس ستانکزی
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت د قرغزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کېدا وستایله
-
تازه خبرونه5 days ago
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ترکیې له سفیر سره وکتل