تازه خبرونه
د ډوب شویو کډوالو ۵ مړي کابل ته راولیږدول شول

د ترکیې په اوبو کې د ډوب شویو ۵ افغان کډوالو مړي د چارشنبې پر ورځ افغانستان ته راولیږدول شول.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د روانې اوونۍ په پیل کې په ډاګه کړه، چې ۵۹ کډوال د ترکیې د وان له جهيله د تېریدو پر مهال ډوب او مړه شوي، چې ۲۹ یې افغانان ول.
د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري ویلي: له کام ایر هوایي شرکت سره مو هوکړه کړې، چې مړي کابل ته راولیږدوي. کام ایر هوایي شرکت اړوند مړي له انقرې څخه کابل ته وړیا رالیږدوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغانانو غوښتي، چې که له خپلوانو سره یې اړیکې له لاسه ورکړي؛ نو له دغه وزارت سره دې اړیکه ونیسي.
په ترکیه کې چارواکي بریالي شوي، چې د ۲۹ افغان کډوالو مړي وپېژني؛ پاتې نور د پاکستان او ایران کډوال دي.
د اسوشیتد پرس خبرې سرچینې د راپور له مخې؛ حشمت الله نوري یو له هغو کسانو دی، چې په دې پېښه کې یې ۱۰ خپلوان له لاسه ورکړي، چې ټولو له ۲۲ کلنۍ لږ عمرونه لرل. هغه نن سهار د کابل هوایي ډګر ته تلی، چې د دوه ۱۹ کلنو خورینو مړي وروسپارل شي.
هغه دغې خبري سرچینې ته په ډاګه کړې، چې: دلته دندې او کار نشته، یوازې جګړه ده؛ هغوی له وتلو پرته بله چاره نلرله.
راپورونه په ډاګه کوي؛ دغه کښتۍ، چې له ۵۵ څخه تر ۶۰ مسافر په کې سپاره ول، د جون پر ۲۷ یې له ډوبیدو خبر ورکړ شو.
ترکی چارواکو ویلي؛ قاچاقګر کډوال د وان له اوبوپه څنګ تېروي، چې پوځي او پولیسي پوستې یې ون ویني.
ترکیه، چې دمګړۍ د شاوخوا ۳.۷ میلیون سوریايي مهاجرین کوربتوب کوي، چې اروپا ته د رسېدو نیت لري.
په هر حال دا لومړۍ کښتۍ نده، چې په وان اوبو کې ډوبیږي.