Connect with us

تازه خبرونه

د ډله‌ییز امنیت تړون د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړ

د دې خبر له مخې: دغه پوځي روزنیزې هڅې، چې څلور ورځې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان حرب ډګر په روزنيز مرکز کې روانې وې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) پای ته ورسېدې.

خپور شوی

د

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه د وسلوالو ډلو د مخنیوي لپاره د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.

د دې خبر له مخې: دغه پوځي روزنیزې هڅې، چې څلور ورځې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان حرب ډګر په روزنيز مرکز کې روانې وې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) پای ته ورسېدې.

د ډله‌ییز امنیت تړون د څرګندونو له مخې؛ په دغو روزنیزو هڅو کې د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې روزنیزې زدهکړې ترسره شوې، چې د بریدونو اراده لري.

دې ټولنې تاجکستان ته د خپلو پوځیانو د لېږلو یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې بېلابېل ټانکونه او پوځي وسایط لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.

تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ د ۲۶ بې‌وزلو هېوادونو په نوملړ کې راغلی – نړیوال بانک

د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) د نړیوال بانک د یوه تازه راپور د څرګندونو له مخې لیکلي، چې تر ټولو کم عاید لرونکي هېوادونه له ایټوپیا څخه تر چاد او کانګو پورې د افریقا په جنوبي صحرا کې دي.

د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه بې‌وزله وګړي په دغو هېوادونو کې ژوند کوي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې په بې‌وزلو هېوادونو کې د کورنیو کلنی عاید ۱۱۴۵ ډالره اټکل شوی دی.

د نړیوال بانک لوړپوړي اقتصاد پوه انیډرمیټ ګیل په دې اړه ویلي: کله، چې ډېريو نړیوالو بنسټونو پخپله خوښه له بې‌وزلو هېوادونو شاتګ وکړ؛ د نړیوالې پراختیا ټولنه (IDA) د دوی د ژغورنې یوازنۍ لاروه.

د معلوماتو له مخې؛ دغه هېوادونه له ۲۰۰۶ ز. کال راپدېخوا پوروړي او له طبیعي پېښو زیانمنوونکي دي.

نړیوال بانک په بې‌وزلو هېوادونو کې روان وضعیت د کرونا ویروس د خپرېدو د مهال پر پرتله ډېر خراب یاد کړی دی.

دا راپور په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له کلنۍ غونډې یوه اوونۍ مخکې خپور شوی دی.

په راتلونکیو څو ورځو کې به واشنګټن د نړیوالې پراختیا ټولنې (IDA) لخوا د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو او د بې‌ وزلو هېوادونو د ستونزو د حل لپاره د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو د راټولولو د یوې لویې غونډې کوربه وي.

د نړيوالې پراختيايي ټولنې لخوا د اړتيا وړ پيسې په هرو درې کلونو کې د نړيوال بانک د غړیو هېوادونو لخوا راټولیږي.

دې بنسټ په ۲۰۲۱ ز. کال کې بې‌وزلو هېوادونو ته د لاسرسي لپاره شاوخوا ۹۳ ملیارډ ډالر راټول کړي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو بندیزونو له کبله د افغانانو د کورنیو اقتصاد د پام وړ کم شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوه‌ویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.

Published

on

د قطر بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د دغه هېواد چارواکو د جرمني له ډیپلوماټانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوه‌ویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په قطر کې د جرمني له سفیر لوټر فریشلاډر او د آلمان د اړیکو د دفتر او د افغانستان لپاره د سفارت له چارسمبالي رالف ډیټیر راینهارډ سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بدلونونه په ځانګړي توګه امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي مسایل وارزول شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ

هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.

Published

on

د هالینډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر یوه تړون غور کوي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.

دغه راز ویل شوي؛ جرمني په دې وروستیو کې له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی، چې دغه هېواد ته افغان کډوال ولېږي.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د هالینډ د پناه غوښتنې وزیر ماریولین فابر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي؛ کابینه په دې غور کوي، چې له ازبکستان سره څه ډول تړون وکړي. نوموړي په دې اړه جزئيات ورنکړل.

همدارنګه د ځینو سویسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه هېواد په دې وروستیو کې دوه افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه؛ ایستلي او بېرته یې کابل ته استولي دي.

له دې مخکې جرمني تېره میاشت ۲۸ افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه، بېرته افغانستان ته ولېږدول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!