نړۍ

د چین په سویل لویدیځ کې د زلزلې ځاني زیان ۶۶ کسانو ته ورسېد

Published

on

(Last Updated On: )

چینایي اوروژونکیو د سې شنبې پر ورځ له زیانمنې سیمې څخه څه نا څه ۱۱۰۰۰ خلک هغه وخت وژغورل، چې یوه ورځ مخکې د چین په سیچوان ولایت کې د ریښتر پر کچې ۶.۸ درجې زلزلې لږ تر لږه ۶۶ کسان مړه کړل.

رویترز راپور ورکړی: د دولتي رسنیو انځورونه، چې د زلزلې په مرکز کې اخیستل شوي؛ ښیي، چې اوروژونکي یو ټپي د سېلابونو له خټو څخه پر یوه لنډمهاله پله تېروي.

د ځایي رسنیو یوه ویدیو ښیي؛ ایستل شوي کسان د دوشنبې د زلزلې له کبله خاورې او وران کورونه پرېږدي او د اوبو پرغاړه ځانته لار لټوي، چې یوشمېر یې خپل سامانونه راکاږي او نورو خپل ټپيان پر شاه کړي.

دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې ۱۱۰۰۰ خلک له سیمې څخه ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ چارواکو شاوخوا ۵۰۰ شوني خطرونه پر ګوته کړي، چې ځمکښویېدو او نړېدلو غرنیو سړکونو ته نغوته کوي.

د چین په سویل لویدیځ سیچوان ولایت کې له ۲۰۱۷ زېږدیز کال راپدیخوا د سې شنبې پر ورځ د تر ټولو زورورې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۶ ته ورسېده. په داسې حال کې، چې لسګونه کسان هم سخت ټپیان شوي او ډېر کورونه نړېدلي دي.

دولتي رسنیو ویلي، په ټولیزه توګه په دغه ناورین کې له ۲۵۰ ډېر کسان هم ټپیان شوي دي.

زلزله د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته سیمه ولړزوله، چې په سلګونه کیلومتره لرې شانسي او ګویژو ولایتونو کې د اوسېدونکیو له خوا احساس شوې ده.

د سې شنبې پر ورځ دولتي تلویزیون راپور ورکړ؛ له ۲۰۰ ډېر خلک اوس هم په هیلوګو کې، چې د سیلانیانو د تمېدو، طبیعي کنګلونو او شنو ځنګلونو او لوړ غرونو پر لرلو پېژندل شوی؛ بند پاتې دي او ژغورونکي هڅې کوي، چې ورغلې لارې او سړکونه پرانیزي.

د دولتي تلویزیون د څرګندونو له مخې؛ په لودینګ کې د برښنا او اوبو بېخبناوې او مخابرات هم سخت زیانمن شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ۲۴۳ کورونه نړېدلي او پاتې ۱۳۰۱۰ نور زیانمن شوي. دغه راز څلور هوتلونه او د سیلانیانو سلګونه استوګنځي هم اغېزمن شوي دي.

زلزلې د څو ښارونو برښنا پرې کړې. په داسې حال کې، چې بېلابېلې لویې لارې نړېدلي او اووه واړه او د منځنۍ کچې د برښنا ستیشنونه زیانمن دي.

په راتلونکیو درې ورځو کې د سختو بارانونو له اټکل سره، سره کارپوهانو د سې شنبې پر ورځ د یو شمېر جهيلونو د بندونو د نړېدو خطرونه پر ګوته کړل، چې له زلزلې وروسته رامنځته شوي دي.

چارواکو د څارګرو الوتنو په اړه فکر کاوه، چې د وندونګ سیند د اصلي برخې دادو د وضعیت کتنه وکړي.

زلزلې د سيچوان د لويديځ په غرنیو کې برخو کې معمولي دي.

د چین په وروستیو لسیزو کې تر ټولو وژونکې او دیجاړوونکې زلزله په ۲۰۰۸ کال کې وه، چې د ریښتر پر کچه ۸.۰ درجې زلزلې د سیچوان ایالت د وینچوان ښار ولړزاوه او نږدې ۷۰ زره کسان یې مړه کړل.

د یادونې ده، چې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې هم د دغې زلزلې له کبله ۶ کسان مړه شوي، ۹ نور ژوبل او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version