سیمه ییز خبرونه
د چین دفاع وزیر له دندې ګوښه شو

د چین دولتي رسنیو د دفاع وزیر لی شانګفو ګوښه کېدا اعلان کړه.
رویترز خبري اژانس د سې شنبې پر ورځ (د لړم دوهیمه) د دولتي تلویزیون سي سي تي وي د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې نوموړی له دفاع وزارته او د دولت له سلاکارۍ لرې شوی دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ شانګفو د فساد پر تور تر څېړنو لاندې دی او له دندې ګوښه شوی دی.
د یاد راپور له مخې؛ د ملي ولسي کانګرس دايمي کميتې هم د چين د بهرنيو چارو د پخواني وزير چین ګانګ د دولتي مشاور له دندې د ګوښه کولو رای ورکړه.
لویدیځې رسنۍ ادعا کوي، چې لی کابو دوه میاشتې چا لیدلی نه و. دوی دا ادعا هم کړې، چې د فساد پر تور ترې پلټنې روانې دي. د جولای په میاشت کې چین ګانګ هم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
رویترز څرګنده کړې؛ د چین دفاع وزیر د ګوښه کولو په اړه هیڅ توضیحات نهدي ورکړ شوي او نه یې پر ځای کوم څوک ټاکل شوی دی.
د راپور له مخې، چین اوسمهال د دفاع وزیر نهلري.
دا په داسې حال کې ده، چې چین د اکتوبر له ۲۹ – ۳۱ شیانګشان په فورم کې د بهرنیو دفاعي چارواکو کوربهتوب کوي.