سوداگري

د چین او پاکستان مشران له  سي پیک سره د افغانستان پر نښلولو وغږېدل

Published

on

(Last Updated On: )

چینايي او پاکستانيو لوړ پوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۷ ) د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په پروژه کې د افغانستان د شاملېدو پر شونتیاوو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د بشري مرستو او د ګډو ګټو پر نورو مسایلو د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د سیمه ییزې نښلېدا او افغانستان ته د سی پیک د غزولو په اړه هم د نظر تبادله وکړه، چې د دغه هېواد پرمختګ او اقتصادي سوکالۍ ته زمینه برابره شي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان د شتمنیو د خلاصون پر اهمیت، ټولګډونه حکومت، د نجونو د تعلیم، د افغانانو د حقونو او د ترهگرۍ پر ضد اغېزمنو اقداماتو ټینګار څرګند کړ.

هغه همدارنګه په ډاګه کړې، چې په نړۍ کې د نورو پېښو د رامنځته کېدو له کبله بايد د نړيوالې ټولنې توجه د افغانستان بحراني حالت ته راواړول شي.

په دې کتنه کې د چین استازي په افغانستان کې د پاکستان د رغنده رول ستاینه وکړه.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې یوازې یو باثباته او امن لرونکی افغانستان کولی شي، چې سیمه ییزه نښلېدا او سوداګري پیاوړې کړي.

سي پیک د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت مرکز رامنځته کوي او بیجینګ په پاکستان کې د بېخبنایي پروژو د پلي کولو لپاره د ۶۰ میلیارد ډالرو ژمنه هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version