Connect with us

لوبی

د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینه‌وو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه

خپور شوی

د

د افغانستان کرکت بورد د لوبغاړو غوراوي کمیتې؛ د نونسم پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب پر مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې او احتیاطي غړیو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکت بورد د مهالوېش له مخې؛ به دغه سیالۍ د تلې پر ۵ / د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه پیل شي، چې د تلې تر ۱۵ / د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې به د چین په هانګجو ښار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکت بورد ویلي؛ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب د دغې لوبډلې مشر ټاکل شوی، چې په کې محمد شهزاد، کریم جنت، صدیق الله اتل، فرید احمد ملک، قیس احمد او افسر ځاځی، چې له دې وړاندې یې د افغانستان په ګټه نړیوال کرکت کړی، راغلي دي.

 دغه راز په دغه لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، زبید اکبري، شرف الدین اشرف، سید احمد شېرزاد او شاهدالله کمال، چې د روان کال په جولای کې د اسیایي ایمرجېنګ سیالیو د افغان ابدالیان لوبډلې غړي وه؛ هم شتون ولري.

د دوی ترڅنګ د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکت ملي لوبډلې ځوان تکړه توپوهونکی وفي الله تره خېل هم، چې د روان کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې یې د افغانستان پر کوربه‌توب د سریلانکا او بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړ کې ولوبېد، په دغه لوبډله کې شامل شوی دی.

د دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارتر فاینل پړاو کې شتون ولري، چې د تلې پر ۱۱ او ۱۲ / د اکتوبر پر درېیمه او څلورمه نېټه به ترسره شي. دغه راز به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې د تلې پر ۱۴ / د اکټوبر پر شپږمه او پایلوبه به یې د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه نېټه ترسره شي.

دغه راز به د درېیم مقام لپاره سیالۍ، چې د برونز مدال د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي؛ پر همدې اوومه نېټه په هانګجو ښار کې وشي.

د اسیايي سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې بشپړ نوملړ:

 ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمد شهزاد مرستیال لوبډلمشر او ویکت ساتونکی، صدیق الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، نجات مسعود، سید احمد شېرزاد، قیس احمد او ظاهر خان.

دغه راز ننګیال خروټی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او الله نور ناصري د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورد د لوبغاړو د غوراوي کمیتې مشر په دې اړه څرګنده کړې: مونږ هڅه کوو؛ افغان ابدالیان لوبډلې ته نورې زیاتې نړیوالې سیالۍ او سفرونه برابر کړو، چې دغه لوبغاړي په نړیواله کچه ډېر ولوبېږي. د روان کال اسیايي سیالۍ هم د یادو لوبغاړو لپاره یوه بهترینه موقع ده، چې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي. دا، چې د ۲۰۲۴ ز. کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هم په راتلونکي کال کې ترسره کېږي؛ نو مونږ هڅه کوو، چې د یادو سیالیو لپاره هم ښه لوبډله غوره او ډېرې سیالۍ ورته برابرې او یادو سترو سیالیو ته پوره چمتو شي.

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading

لوبی

په  روان اتلانو لیګ کې عینو مېنې او صرافان هرات لوبې وګټلې

په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرله‌پسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د پنجشنبې پر ورځ پر دوه زړه‌راکښونکو سیالیو سره پیل شو؛ په دې یوولسمه لوبه کې عینو مېنې یوه پیاوړې لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او درې نمرې یې ترلاسه کړې.

په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرله‌پسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.

د اتلانو لیګ به سبا له دوه نورو لوبو سره پیل شي.

د دې لیګ په دیارلسمه لوبه کې به ابو مسلم فراه د سهار پر ۱۰:۰۰ له سرخ پوشان خوافي سره مخ شي، او په څوارلسمه لوبه کې به سرسبز یاشلر د ماسپښین پر ۱:۳۰ له جوانان پیروز سره سیالي وکړي.

دا ټولې لوبې په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپريږي او ټول هېوادني مینه‌وال مو کولی شي روان پړاو پر پوره لېوالتیا وګوري.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰ آوریز نړیوال کرکټ سیالیو د خپراوي حق بیا ترلاسه کړ

آریانا ټلویزیون کرکټ مینه‌‌والو ته زیری ورکوي، ​​چې یو ځل بیا یې په ټول افغانستان کې د دې ټلویزیون او ټولنیزو پاڼو له لارې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۴

د ۲۰ آوریز نړیوال کرکټ لیګ څلورم پړاو سې‌شنبه( د لیندۍ یوولسمه / د ډسمبر دوه‌یمه ) پیل او دفاعي اتل دوبۍ کپیټلز به په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې له ډیزرټ وایپرز سره مخ شي.

آریانا ټلویزیون کرکټ مینه‌‌والو ته زیری ورکوي، ​​چې یو ځل بیا یې په ټول افغانستان کې د دې ټلویزیون او ټولنیزو پاڼو له لارې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.

د شپږ لوبډلو پر ګډون دا سیالۍ یا ټورنمنټ به ۳۴ لوبې ولري او د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي څوارلسمه / د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنورۍ څلورمه ) به پر پایلوبې پای ته ورسیږي.

د دې لوبو دا پړاو به د څو نومیالیو هندي لوبغاړو پر شتون نور هم زړه‌راکښونکی وي. تجربه لرونکي لوبغاړي لکه دنیش کارټیک، پیوش چاولا او اوموکټ چند له لیګ سره یو ځای کیږي، چې د نړۍ په ګړندۍ وده کوونکي شل آوریزو سیالیو کې د هندي لوبغاړو له پراخ شتون سره مرسته کوي.

دا لوبغاړي له نړیوالو ستورو لکه انډري راسل، کیرون پولارډ، سانیل نارین، نیکولاس پوران، ټیم ډیویډ او سیم کورن سره؛ خپلو مینه‌والو ته د نړۍ پر کچه له استعدادونو څخه د ډک ټورنمنټ زیری ورکوي.

هغه لوبغالي، چې دا لوبې به په کې ترسره کیږي؛ پر لاندې ډول دي:

د دوبۍ نړیوال لوبغالی: ۱۵ لوبې

د ابو ظبي، زاید کرکټ لوبغالی: ۱۱ لوبې

د شارجې کرکټ لوبغالی: ۸ لوبې

له پرانیستونکې لوبې وروسته شارجه واریرزلوبډله، چې په تېر پړاو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره پلې‌آف ته رسیدلی وه؛ د ډسمبر پر درېیمه به په شارجه کې د ابوظبي نایټ رایډرز سره مخ شي.

د ۳۰ لوبو له دوه لیګونو وروسته غوره څلور لوبډلې به پلې‌آف ته لار ومومي او د اتلولۍ لوبه به د جنورۍ پر څلورمه په دوبۍ کې ترسره شي.

دا سیالي به د افغانستان په آریانا ټلویزیون کې د لوړ پروفایل سپورټي پېښو څخه ډک کال پای ته ورسوي؛ یو داسې کال، چې مېنه‌وال یې په ټول هېواد کې  د یو لړ سپورټي پېښو لکه د افغانستان اتلانو لیګ، چې اوسمهال مخ پر خپرېدو دی، شاهدان دي.

دا سیالۍ له یو لړ کورنیو او نړیوالو سپورټي پېښو وروسته لکه د ۲۰۲۵ ابوظبي لس آوریزه کرکټ لیګ، د افغانستان فوټسال غوره لیګ، په فبرورۍ کې د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر اتلولي، د۲۰۲۵ هند غوره لیګ، په اګست کې د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ، د ۲۰۲۵ آی سي سي اتلانو جام، د کابل غوره لیګ (کورنی شل آوریزه کرکټ)، په ریاض کې د ۲۰۲۵ اسلامي پیوستون لوبې، په جنورۍ کې د نړیوال شل آوریزه لیګ درېیم پړاو په جون کې د ۲۰۲۵ فیفا کلبونو نړیوال جام، او ډېرې نورې اړوند پېښې رانغاړي.

په ټول افغانستان کې د دې سپورټي پېښو مېنه‌وال کولی شي د ډسمبر له ۲ څخه د سیالۍ د لېدلو لپاره ژوندۍ برخې ته ولاړ شي او د دې زړه‌راکښونکي ټورنمنټ په اړه تازه خپاره شوي معلومات وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!