تازه خبرونه
د څه باندې ۸۰ زره طالب جنګالیو مدغم کیدل به ستونزمن بهیر وي- سیګار

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې مشر د هغه هېواد کانګریس ته څرګنده کړې، چې د افغانستان اقتصاد د پراخ فساد او د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه د نه څارنې له کبله ډېر کمزوری دی.
هغه زیاته کړې، له څارنې پرته له افغانستان سره د مرستو دوام به د مسعود په څلور لارې کې د دالرو او یورو د سوځولو په معنا وي.
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې پلټونکي جان سپکو څرګنده کړې؛ پوځي وضعیت اوس هم د یو خونړي بندون په څیر دی د افغانستان اقتصاد له حده ډېر کمزوری دی، فساد اوج ته رسیدلی، د نشه یي توکو تولید د زیاتیدو په حال کې دی، که اروزنه ونشي دا په دې معنا ده، چې ټول دالر او یورو په کابل کې د مسعود په څلور لاري کې کوټه شوې او اور ورته اچوئ.
نوموړي د افغانستان د سولې هوکړه هم د اندیښنه وړ او ستونزمنه بللې او وایي، چې د سولې له هوکړې وروسته له خپلې ټولنې او کورنیو سره د اتیا زره طالب جنګیالیو یوځاي کیدل له لګښتونو ډکه او ستونزمنه طرحه ده.
هغه دا هم په ډاګه کړې: په راپورونو کې مې له ټولنې سره د پخوانیو جنګیالیو د تجربو په اړه معلومات کړي ؛ نشو کولی ووایو، چې یو دم اتیا زره طالب جنګیالي له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځاي کړو. د دې کار د پیل لپاره باید پلان جوړونه وشي.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ ویلي؛ دا د افغان حکومت دنده ده، چې له سولې وروسته د خلکو حقونه تامین کړي، چې طالبان هم په کې راځي.
جان سپکو دا راز ټینګار کړی، چې شته اندېښنو ته په کتو طالبان یوه ډله نده او ترڅنګ یې داعش او نورې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې هڅې کوي او که د سولې هوکړه هم وشي د دې ډلو او نورو ډلو د ځپلو لپاره پیاوړي افغان ځواک ته اړتیا ده.