تازه خبرونه

د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې له بشري ناورین خبرداری ورکړ

Published

on

(Last Updated On: )

د پیسو نړیوال صندوق ( آی ام اف ) چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو سره د دوي اړیکې له دې حکومت سره ځنډېدلي او مرستې هم اوس نه کیږي.

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط او د نوي نظام له رامنځته کېدو سره سم پر دې هېواد یولړ بندیزونه ولګېدل؛ اقتصادي ماشین درېدلی، کار روزګار اغېزمن شوی، د عامه خدمتونو بهیر ګډوډ او خلک تر فشار لاندې راغلي دي.

تازه د پیسو نړیوال صندوق تائیدوي، چې له نوي حکومت سره اړیکې پرې شوي او د دې ټولنې ویاند په دې اړه ویلي، چې په افغانستان کې انساني ناورین د را منځته کېدو په حال کې دی.

د پیسو نړیوال صندوق ویاند جیري رایس ویلي: له افغانستان سره زمونږ اړیکه تر هغې درېدلې، چې چې نړۍ  د دې هېواد نظام پر رسمیت نه وي پېژندلی؛ نو د پیسو نړیوال صندوق هغه مرستې، چې تاسې یې په اړه پوښتلي ورسره ځنډېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر افغانستان ته په سفر کې له انساني ناورین سره د مقابلې وخت لنډمهاله بولي او څرګندوي؛ د خوراکي توکو، دارو درملو، او استوګنځیو کمی سترې ستونزې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کمېشنر فیلیپو ګراندی وایي: چټکتیا ډېره مهمه ده؛ ځکه په افغانستان کې ژمی راروان او ډېر سخت دی. مونږ یوازې څو اوونیز فرصت لرو، چې دا بېړنۍ اړتیاوې پوره کړو.

اسلامي امارت د حکومت د ستنو د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې هڅې پیل کړي، چې په دې لړ کې د سپینو بیرغونو د چاپول بازار د چاپ خونو بازار تود کړی او یوشمېر خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د چاپخونې کارکوونکی ویس الدین وايي: زمونږ ټولې هڅې د اسلامي امارت د بیرغ پر چاپولو راڅرخي. نور څه لکه پخوا نه چاپیږي.   

د کابل اوسېدونکی شکېب وایي: مونږ خوښ یوو، چې طالبانو مو امنیت رامنځته کړی؛ غلا او لوټ درېدلی. یوازنۍ ستونزه بېکاري ده، چې باید خلکو ته کاري زمینې رامنځته شي.  

د کابل اوسېدونکي احمد یوسف توحیدي ویلي: مونږ نن د اسلامي امارت بیرغ وپېره؛ ځکه، چې کلمه پرې لیکل شوې ده.          

نړۍ او د افغانستان خلکو د نوي نطام کړنو ته سترګې نیولي، چې څه ډول روانه ستونزه حلولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي اوړمه ورځ د امریکا لخوا د افغانستان د پیسو کنګلول ظالمانه عمل وباله او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د څه باندې یو اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت د بشري مرستې برابرولو ژمنه یې وستایله.

Trending

Exit mobile version