Connect with us

تازه خبرونه

د پکتيا د سیدکرام ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

خپور شوی

د

د پکتیا سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو درې پولیسو سره وژل شوی دی.

د سیدکرم ولسوالۍ ولسوال شریف کلیوال آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان همایون همت پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه رامڼخته شوې ده.

ښاغلي کلیوال زیاته کړې؛ پېښه هغه مهال رامینځته شوه، چې د پولیسو قومندان تر برید لاندې پوستې مرستې ته روان شو.

سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د سید کرم ولسوالۍ امنیه قومندان او درې پولیس وژل شوي او څلور نور سرتېري ټپیان دي.

ښاغلي کالوال دا هم ویلي، چې طالبانو ته ځاني زیان اوښتی؛ خو د جزئیاتو له وړاندې کولو یې ډډه کړې ده.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

پکتيا د هېواد په جنوب ختيځ کې يو له ناامنو ولايتونو څخه دی، چې په يو شمېر ولسواليو کې يې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

 

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.

دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زده‌کړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په افغانستان کې له ۲۰ څخه تر ۳۰زره جنګیالي حضور لري، چې پوځي او سیاسي وضعیت یې اوس هم ننګوونکی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.

په کوچنیو ډلو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله نومونه اخیستل کېدی شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې داعش یوازنۍ ډله ده، چې د اسلامي امارت پر وړاندې فعاله ده؛ خو  دا د سیمې د نیولو توان نلري او اصلي هدف یې پر حکومت باور کمزوری کول دي. د امنیتي ځواکونو عملیاتو په تېر یو نیم کال کې د داعش بریدونه کم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل په افغانستان کې د وسلوالو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛  اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه ملګروملتونو ته شکایت وسپارل شو

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چارسمبالی(سرپرست) دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي: د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه یې، چې په کې ملکي ځاني زیانونه رامنځته شوي؛ امنیت شورا ته شکایت سپارلی دی.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”

هغه له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې دا موضوع د یوې جدي نړیوالې مسلې په توګه وڅېړي او پاکستان دې د نړیوالو قوانینو رعایت کولو ته اړ کړي.

د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر شپه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو، ماشومانو او رده‌کوونکو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!