Connect with us

تازه خبرونه

د پوروړيو ملکیتونه به وپلورل شي – د افغانستان برښنا شرکت

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې: که پور ورکوونکي خپل پورونه ادا نکړي، شرکت به اړ شي، چې ملکیتونه یې ضبط او وپلوري.

برښنا شرکت وايي له سیاسیونو او زورواکانو څخه د برښنا د پورونو د  ترلاسه کولو میکانیزم یې جوړ کړی او د ریس الوزرا له منظورۍ وروسته عملي کېږي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ د دوی د ټولو پورونو کچه ۲۶ میلیارد افغانیو ته رسېږي.

د دوی په خبره؛ د برښنا پورونو د راټولولو د کمیتي د کار له پیل راپدیخوا ٣٢٩ کسان، چې سیاسیون او زورواکي هم  په کې دي؛ مشخص کړي او ۳۳ یې د خپلو پورونو د ورکړې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ په کابل کې ې څه باندې ۶۰۰ میلیون و دوه لکه ۱۴زره افغانۍ پورونه راټولې کړي.

دوی زیاتوي، چې د هېواد په پېنځه لویو زونونو کې،  چې صنعتمکارن او زورواکي هم په کې دي؛ تر اوسه  ۶۷۵ میلیون افغانۍ پورونه راټول کړي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ هڅه کوو، چې پر کابل سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کې د پورونو د راټولولو کمیته فعاله کړو، چې وکولی شو هېواد ته د وارېدونکي برښنا پورونه پخپل وخت ادا کړو.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ په راتلونکي ژمي کې هېوادوالو ته د منظمې برښنا رسولو لپاره تدابیر نیول شو او تراوسه پورې د برښنا شرکت کومه نوي تعروفه هم نده وضعه کړې.

د برښنا شرکت د سوداګریز ریاست مرستیال میرویس عطايي وایي:  په بېلونو کې  بدلونونه راغلي؛ خو په تعروفو کې کوم توپیر ندی راغلي. تعرفي د کټګوريو په بڼه لوړیږي، چې له لګښت سره تړاو لري.

د برښنا شرکت مسوولینو د برښنا له درکه ټولو پوروړیو سیاسیونو او زورواکو ته خبر ورکړی؛ که دوی خپل پورونه ورنکړي اړ دي، چې جایدادونه یې خرڅ او وپلوري.

د برښنا شرکت مسوولینو که څه هم د کوم زورواکي او چارواکي نوم وانخیست؛ خو وایي، چې دوی د پورونو ترلاسه کولو ته پوره لیوالتیا لري.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!