تازه خبرونه
د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتووالی به د سولې خبرې له ګواښ سره مخ کړي -میلر
رویټرز د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په ژمي کې د طالب جنګیالیو په تاوتریخوالي کې زیاتوالي افغان حکومت هڅولی، چې پسرلنۍ جګړې ته بشپړ چمتووالی ونیسي، چې دا کار به په افغانستان کې د سولې بهیر نور هم کړکېچن کړي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناټو تر مشرۍ لاندې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر رویټرز ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی بې ساری ډېر شوی دی.
میلر زیاته کړې؛ جګړه اوس د دې ښکارندویي کوي، چې پسرلي بریدونه به د تېر پر پرتله ډېر پراخ وي او نړیوال ډیپلوماټان یې هم د دوحې د تړون له روحیې سره سم نه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د دوحې خبرې په لویه کچه ځنډیدلي او د اړوند ډلې یو شمېر غړي هم له قطره وتلي دي.
د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې که تاوتریخوالی کم نشي؛ نو د سولې بهیر به خورا ستونزمن شي او د هر اړخ لپاره به دا ډېره سخته وي، چې اړین جوړجاړي وکړي.
دوه حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې پسرلنیو عملیاتو ته د سرتېرو چمتو کولو ته هڅې چټکې کړي.
دوی زیاته کړې، چې د افغانستان ملي، امنیتي او دفاعي ځانګړي ځواکونه سره همغږي شوي، چې تر یوې قومندې لاندې عملیات وکړي. دغه راز کلیدي سیمو ته لوړ تجربه لرونکي قومندانان ټاکل شوي او امنیتي ځواکونه په پام کې لري، چې ډېر هوایي بریدونه ترسره او د ځمکنیو زیانونو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، چې دوی هر ډول جګړې ته چمتو دي. که څه هم اوس د فعالې دفاع په حالت کې پاتې دي.
طالب سرچینو ویلي، چې د دوی ډېري قومندانانو په دې وروستیو اوونیو کې د جګړې ډګر ته د بللو پرمهال لنډې روزنې پریښې، چې د سختې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو کې درې کسانو د طالبانو د هڅو د پراخېدو په اړه رویټرز ته ویلي؛ دوی طالب جنګیالیو لیدلي، چې په جوماتونو کې ناسته ترسره کوي، د خوړو او استخدام پر عملیات یې خبرې کړې دي.
د کندز ولایت یو قومي مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: په تېرو دوه اوونیو کې د جمعې د لمانځه پرمهال د تبلیغاتو بڼه بدله شوې ده. دوی د بریدونو او جګړې په اړه خبرې کوي او په ښکاره خلکو ته بلنه ورکوي، چې له دوی سره یوځای شي. دا یو څرګند پیغام دی، چې دوی په راتلونکي پسرلي کې د بلې مبارزې لپاره چمتووالی نیسي.
د طالبانو یو جنګیالی، چې خپل ځانګړي ځواکونه په پام کې لري؛ رویټرز ته ویلي: دوی جګړې ته چمتووالی نیولی او پر بهرنيو سرتېرو د برید سپارښتنې ته په تمه دي.
هغه زیاته کړې: که دوی په ټاکلي وخت له افغانستان ونه وځي؛ نو امریکا، ناټو او متحدین به یې له یوې خطرناکې جګړې سره مخ شي، داسې جګړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې رامنځته شوې نده.
طالب ویاند د پسرلنيو بریدونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ؛ خو د لاسلیک شوي تړون او په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په اړه د امریکا د حکومت پرېکړې ته په تمه دي.
د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د افغانستان په اړه پخپلو پلانونو له سره کتنه کوي، چې آیا د می په لومړۍ نېټه د ډونالډ ټرمپ پر لاسلیک شوي تړون د سرتېرو ایستلو ته ژمن پاتې شي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې څېړونکي بنسټونه اړوند هڅې ماتېدونکي بولي؛ خو د افغانستان د سولې خبرو اړخونه خبرو ته ژمن ښکاري.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
