Connect with us

تازه خبرونه

د پریمیر لیګ لوبغاړو ډله ییزې فزیکی روزنې تصویب شوې

خپور شوی

د

د سکای سپورټ د راپور په وینا، د پریمیر لیګ لوبډلو ډله ییزې فزیکی روزنې د دغه بنسټ له خوا تصویب شو، چې دا کار د سیالیو د بیا پیل کولو لپاره یو بل مهم ګام په نښه کوي.

د پریمیر لیګ لوبغاړو تیره اونۍ دمخه، د ټولنیز واټن ساتلو په پام کې نیولو سره، په کوچني ډلو کې روزنه له سره پیل کړې وه، خو اوس دغه بنسټ ډله ییزې روزنې هم تصویب کړې.

پریمیر لیګ په یوه خبروینا کې ویلي: "د پریمیر لیګ شریکانو نن د لوبغاړو د روزنې بیا پیلولو لپاره په متفقه توګه رایه ورکړه، چې د پریمیر لیګ سیالۍ بیا پیل کولو په لور بل ګام په نښه کیږي."

په خبروینا کې زیاته شوې: "ټرینران اوس ددې وړتیا لري چې د یوې ډلې په توګه روزنه ورکړي پداسې حال کې چې غیر ضروري نږدې اړیکې کمې کړي."

د پریمیر لیګ ټینګار وکړ چې د دوی لومړیتوب د ټولو برخه اخیستونکو روغتیا او هوساینه ده.

همداراز ویل شوي: "سخت طبي پروتوکول شتون لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د روزنې ډګر ترټولو خوندي چاپیریال دی او لوبغاړي او کارمندان به یې په اونۍ کې دوه ځله د کوویډ-۱۹ لپاره معایناتو ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې، په پریمیر لیګ کې د کروناویروس ازموینو لومړي دوه پړاوونو کې؛ له ۱۷۴۴ بېلکو څخه اته مثبتې قضیې راپور شوې. د مثبت ازموینې اخیستونکي د اوو ورځو لپاره ځانته قرنطین شوي.

ویل کیږي چې د کروناویروس د دریم پړاو ازموینې پایلې به د چهارشنبې پر ماسپخین څرګندې شي.

د یادونې وړ ده چې د پریمیر لیګ لوبې د جون پر لومړې نېټه بیا پیل کیږي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!