تازه خبرونه

د پرونۍ چاودنې له ۴۰ ډېر ټپیان رالېږدول شوي – د کابل ایمرجنسي روغتون

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې دوی ته د چارشنبې د ورځې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له اړوند چاودنې وروسته له ۴۰ ډېر ټپیان ورلېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د ایمرجنسي ادارې مشر ستیفانو سوزا ویلي: زمونږ روغتون ته له ۴۰ ډېر ناروغان رالېږدول شوي؛ خو بشپړ شمېر تر دې دمه څرګندول ګران دي.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي، چې په دې چاودنه کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. ځدراڼ دا هم څرګنده کړې، چې یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کړې، چې وزارت ته ننوځي؛ خو د امنیتي ځواکونو لخوا یې له درولو وروسته خپلو چاودیدونکیو توکو ته په چاودنه ورکړې ده.

سي ان ان په ډاګه کړې؛ داعش د دې چاودنې مسوولیت منلی او دایې یو ځانمرګی برید بللی دی.

د داعش اعماق خبري آژانس د شواهدو له وړاندې کولو پرته څرګنده کړې، چې بریدګر ۲۰ کسان هغه مهال ووژل، چې یوه وسلوال د وزارت مرکزي دروازې ته نږدې د کارکوونکیو په ګڼه ګوڼه کې له چاودېدونکو توکو ډک کمربند وچاوه.

سي ان ان ویلي، چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دا ادعا تائید کړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي سي بي ایس نیوز ته ویلي؛ لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې ټول یې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي دي.

دغه راز د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې  د ځانمرګي برید پر مهال په وزارت کې کوم بهرنی نه و.

دغه وزارت د کابل د ديپلوماتيکې سیمې په يوه خوندي سړک کې موقعيت لري، چې د بهرنيو هېوادونو سفارتونه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي کور او نورې مهمې دولتي ودانۍ هم په کې شته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په یوه تویت کې دا برید غندلی او څرګندوي، چې په افغانستان کې د ناامنیو مخ پر زیاتېدونکی بهیر د جدي اندېښنې وړ دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او څرګندوي، چې دا ترهګریز عمل د انسانیت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف جنایت دی.

امریکا، روسیې او چین درې واړو د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکیو برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه تویت کړی، چې په کابل کې د وروستي تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي؛ د لږ تر لږه ۲۰ کسانو د وژل کیدو او د ډېرو نورو د ټپي کیدو راپورونه مو لیدلي دي او دا تاوتریخوالی هیڅ هدف نلري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخارووا په دې اړه ویلي: مونږ د هغه تروریستي برید په اړه، چې زمونږ افغان همکاران – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي یې ووژل شول؛ خپله ژوره خواشیني څرګندوو.

د رویترز د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته پرونۍ چاودنه وغندله او وایي؛ چین هیله من دی، چې اسلامی امارت د دغه هېواد د اتباعو په ګډون له بهرنیو وګړیو ساتنه وکړی.

Trending

Exit mobile version