تازه خبرونه
د پروان ولایت د جهادي قومندان جان احمد پر کور بمبارد وغندل شو
په پروان ولایت کې یوشمېر کسان وایي، چې بهرنیو ځواکونو د دې ولایت د خلکو د شورا د رییس قومندان جان احمد پر کور بمبارد کړی.
د سیمی اوسیدونکي زیاتوي، چې امریکایي ځواکونو په بایانو سیمه کې په خپلسري ټوگه د خلکو کورونه تالاشي او بمبارد یې کړی، چې په غبرگون کې یې د پروان- مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې، چې مرکزي حکومت د دی کار مخنیوی وکړي.
د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزي پېښه منلې؛ خو د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
دا پېښه د وزیزانو شورا د نن ورځي په غونډه کی هم د ښاغلی عبدالله عبدالله لخوا وغندل شو او وایي، چې په تړاو به یې هر اړخیزه څېړنه وشي.
تازه خبرونه
Mullah Baradar discusses creation of railway with Kazakh deputy PM
Mullah Abdul Ghani Baradar, deputy prime minister for economic affairs has met with Erik Zhumangarin, the Deputy Prime Minister of Kazakhstan, and discussed the establishment of a railway network from Kazakhstan to Pakistan through Turkmenistan and Afghanistan, the deputy PM’s office said in a statement.
During the meeting, Baradar emphasized the need to sign agreements to solve the banking problems of traders from both countries, the creation of Afghan-Kazakh joint companies, and the facilitation of visas for Afghan traders.
According to the statement, the Deputy Prime Minister of Kazakhstan said that the Kazakh government intends to establish a joint chamber of industry and commerce and a joint trade and labor group between the two countries, and is ready to cooperate with Afghanistan in the sectors of e-governance, industry, higher education, education, health, and banking.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ