تازه خبرونه

د پاکستان ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر جزئیات له شهباز شریف ته وړاندې کړل

محمد صادق د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي لسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې کابل ته یې د خپل سفر جزئیات شهباز شریف ته وړاندې کړل. که څه هم د دې لیدنې جزئیات ندي خپاره شوي؛ خو پاکستانۍ ورځپاڼې “ایکسپرس ټریبیون” راپور ورکړی، چې دا سفر د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت تر منځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو او د اسلام‌آباد د اندېښنو د حل یوه هڅه وه.

Published

on

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق څرګنده کړې، چې کابل ته یې د خپل سفر جزئیات د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته وړاندې کړي دي.

محمد صادق د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي لسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې کابل ته یې د خپل سفر جزئیات شهباز شریف ته وړاندې کړل. که څه هم د دې لیدنې جزئیات ندي خپاره شوي؛ خو پاکستانۍ ورځپاڼې “ایکسپرس ټریبیون” راپور ورکړی، چې دا سفر د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت تر منځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو او د اسلام‌آباد د اندېښنو د حل یوه هڅه وه.

دې ورځپاڼې زیاته کړې؛ اسلام‌آباد د تېر کال په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د اسلامي امارت د نه اقدام له کبله خپلې اړیکې ورسره  پرې کړې وې.

ایکسپرس ټریبیون راپور ورکړی؛ محمد صادق هڅه کړې، چې د ډیپلوماټیک حل لپاره فرصتونه رامنځته کړي او د تحریک طالبان پاکستان په اړه د اسلامي امارت دریځ بدل کړي.

دا کابل ته د محمد صادق د بیا ټاکلو وروسته د هغه لومړنی سفر و.

محمد صادق تیره اوونۍ کابل ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیده کاته درلودل.

په کابل کې د محمد صادق له شتون سره هم مهاله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي ځواکونو برید وکړ او د طالبانو د راپور له مخې لږ تر لږه ۴۶ کسان یې ووژل.

د پاکستان دا هوايي بریدونه د اسلامي امارت له توند غبرګون او غچ اخیستنې سره مخ شول.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان کړی و، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د «شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټنځایونو» یې بریدونه کړي دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې اوس هم ترینګلې دي.

Trending

Exit mobile version