تازه خبرونه
د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو لاس لرل سولې او ثبات ته زیان رسوي – د پاکستان ستر درستیز
د پاکستان د پوځ ستر درستیز د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو لاس لرلو ته په نغوته کې خبرداری ورکړی، چې دغه کار د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي او د دوحې له تړون سرغړونه ده.
د حزب جمعیت علمای پاکستان په غونډه کې له خونړۍ چاودنې یوه اوونۍ وروسته، چې شاوخوا شپېته کسان په کې ووژل شول؛ د پاکستان د پوځ ستر درستیز عاصم منیر د خیبر پښتونخوا ایالت د قبایلي مشرانو په جرګه کې د وینا پر مهال د افغانستان پر لوري د نیوکې ګوته ونیوله.
نوموړی ادعا کوي، چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغان وګړي ښکېل دي.
عاصم منیر د پېښور په قومي جرګه کې ويلي، چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال او وګړي بايد يوازې د دغه هېواد له قوانينو سره سم عمل وکړي.
جنرال عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی، هغه ډلې، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ په افغانستان کې د فعالیت آزادي لري.
د نومړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو لاس لرل د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک دي او د پاکستان د امنیت ګډوډول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده، چې د افغانستان د سرپرست حکومت لهخوا لاسلیک شوې او پاکستان د ترهګریزو شبکو په لهمنځه وړلو کې خپلې هڅې ونه سپموي او پر هره بیه، چې وي؛ د خپلو وګړو ساتنه به کوي.
د پاکستان د پوځ دغه لوړپوړي چارواکي دا څرګندونې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې وکړې، چې وسلهوالو د بلوچستان په ژوب کې د پوځ پر یوه مرکز برید وکړ.
هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په دغه برید کې د کندهار ولایت افغان اتباع هم شامل دي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له دې پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د اسلامي امارت له استازیو یې غوښتي، چې د درې افغان اورپکو جسدونه ورته وسپاري.
له دې دې مخکې اسلامي امارت د پاکستان په ناامنیو کې د افغان وګړیو د لاس لرلو او د پاکستان د حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان لهخوا د افغان خاورې د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ او نورو لوړ پوړیو پوځي او سیاسي چارواکو څرګندونې رد کړې دي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نهده کارول شوې او نه به وکارول شي. افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نهدی.
پر پاکستان د افغانستان له سختو نیوکو سره په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د اسلامي امارت د مشر پر امر؛ د نړۍ نورو هېوادونو ته د جهاد پر نوم د خلکو ورتګ منع شوی دی.
د ملي دفاع سرپرست وزیر په دې وروستیو کې ویلي، که څوک د جهاد پر نیت له افغانستان څخه بهر شي، د هغه جهاد؛ جهاد نه، بلکې جنګ دی.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
