سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په شمال کې ناڅرګندو وسلهوالو د یوه بس ۸ سپرلۍ وژلي

(Last Updated On: )
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ تېره ورځ د پاکستان په شمال کې چیلاس ښارګوټي ته نږدې وسلهوالو پر یوه بس برید کړی؛ اته کسان یې وژلي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.
رویترز ته د سیمهییز حکومت ویاند محمد علي جوهر ویلي، د شنبې پر ورځ ماښام مهال وسلهوالو پر یوه بس ډزې کړي او زیانمن سیمهییز روغتون ته رسول شوي دي.
سمدستي کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نهده اخستې او نه هم د ډزو د انګېزې په اړه څه ویل شوي دي.
چیلاس له خیبرپښتونخوا ولایت سره نږدې د ګلګت بلتستان په غرنۍ سیمه کې پروت دی، چې په وروستیو کلونو کې ترې د بریدونو ډېر راپورونه ورکړ شوي، چې د ځینو پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
چیلاس د سیلانیانو لپاره یو د یاد وړ تمځای دی، چې ورسره نږدې د چین پر ملاتړ د اوبو یو بند هم پروت دی.