نړۍ
د پاکستان په شمال لویدیځ کې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د پاکستان د شمال لویديځ پوليسو او ځايي رسنيو د يکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دغې سیمې د پوليسو پر يوه مرکز په بريد کې لږ تر لږه څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې دا برید د خیبر پښتونخوا ایالت د شمال لویدیځ د لکی مروت په اړوند سیمه کې شوی، چې د ورته پېښو وروستی هغه ګڼل شوی دی.
د پوليسو وياند ویلي، چې وسلوالو شکمنو جنګيالو د خالي پر شپه ناوخته د لکي مروت په جنوبي څنډه کې د برګي د پوليسو په مرکز له دوه اړخونو څخه بريد وکړو.
هغه زياته کړه؛ بريدګرو له لاسي بمونو او راکت لانچرونو څخه کار اخيستي، چې له کبله يې څلور پوليس ځاى پر ځاى وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي.
هغه زياته کړې، چې د “ترهګرو” د نيولو لپاره د پلټنې عمليات روان دي.
د پاکستانیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ لکي مروت د پېښور صوبې له مرکز څخه ۲۰۷ کیلومتره لرې پروت دی، چې په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېرکړي دي.
تېره میاشت په لکی مروت کې د تحریک طالبان پاکستان په یوه برید کې شپږ پولیس ووژل شول.
وروستي بریدونه د پاکستانيو امنیتي ځواکونو او ټي ټي پي تر منځ د اوربند له لغو کېدو وروسته تر سره شوي دي.