تازه خبرونه
د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین په ۸۰ کلنۍ کې ومړ

(Last Updated On: )
د پاکستان پخوانی ولسمشر او د مسلم ليګ ن ګوند لوړپوړی مشر ممنون حسين د ورپښې ناروغۍ له کبله د سند ايالت کراچۍ ښار په يوه خصوصي روغتون کې تېره ورځ د ۸۰ کلونو پر عمر ومړ.
د ممنون حسين کورنۍ وايي؛ هغه د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۳ ساه ورکړه؛ خو ورپېښې سرطاني ناروغۍ ډېر وکړېده.
ممنون حسین د ۲۰۱۳ له سپټمبره تر ۲۰۱۸ زېږدیز کاله د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
ډان نیوز راپور ورکړی، چې ممنون حسین د تېرکال په فبرورۍ کې د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی و او د څو ورځو راپدیخوا د کراچۍ په یوه خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې و.
له نوموړي یوه میرمن او درې زامن پاتې شوي دي.