نړۍ

د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر پر غوښتنه ملي شورا منحل کړه

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز څرګنده کړې، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې پر ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر په غوښتنه ملي اسمبلۍ منحل کړه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ولسمشر عارف خان علوي د پاکستان د اساسي قانون پربنسټ د نوي سرپرست لومړي وزیر منلی او یاده شورا یې منحل کړې ده.

رویټرز په ډاګه کړې؛ تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ملي ټلویزیوني وینا کې ولس ته په خطاب کې وویل، چې ولسمشر ته یې د ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې د منحلولو مشوره استولې ده.

عمران خان زیاته کړې؛ يوه بهرني ځواک د ده پر ضد د عدم اعتماد د تحريک له لارې د هغه د حکومت د لرې کولو سازش جوړ کړی و او د ولسي جرګې مرستيال دا تحريک رد کړ؛ ځکه، چې ملت د دغو په مخنیوي کې بريالي دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې عمران خان دا هم ویلي؛ هغه له ملت څخه غواړي، چې ټولټاکنو ته چمتووالی پیل کړي او هیڅ بهرني ځواک ته د پاکستان د راتلونکې په پرېکړه کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي.

هغه زیاته کړې؛ یوځل، چې ملي شورا منحل شي ورسره به د سرپرست ټاکلو پروسه هم پیل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ټويټ کړی؛ ولسمشر له عمران خان غوښتي، چې د چارسمبالي په توګه به د نوي حکومت تر جوړېدو د لومړي وزير وي.

Trending

Exit mobile version