نړۍ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف خپل سیال هند ته د مشروطو خبرو وړاندیز وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

رویترز څرګنده کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عربي متحده اماراتو پر منځګړیتوب خپل هندي سیال ته د کشمیر په ګډون پر ټولو مسلو د خبرو کولو مشروط وړاندیز کړی دی.

د سې شنبې پر ورځ شهباز شریف له العربیه خبري تلویزیون سره په مرکه کې ویلي: د هند مشرتابه او لومړي وزیر نریندرا مودي ته زما پیغام دا دی، چې راشئ د میز پر سر کښینو او د کشمیر په ګډون پر ناندریزو مسلو صادقانه خبرې ولرو.

د مرکې له خپریدو وروسته د شهباز شریف د دفتر  په څرګندونو کې راغلي؛ دا ډول خبرې اترې به یوازې هغه وخت ممکنه وي، چې هند د کشمیر د خپلواکۍ هغه دریځ ته درناوی وکړي، چې په ۲۰۱۹ کې لغو شوی و.

د هند له لوري د دغه ګام له لغو کولو پرته؛ خبرې اترې ناشونې دي.

نوي ډیلي په تېرو وختونو کې د کشمېر د وضعیت په اړه د پاکستان دا ډول غوښتنې او پوښتنې له پامه غورزولي دي.

د شهباز شریف د څرګندونو له مخې؛ نوموړي اماراتو ته په خپل وروستي سفر کې دا مسله د عربي متحده اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید سره مطرح کړې ده.

نوموړي ویلي: هغه د پاکستان ورور دی او له هند سره هم ښې اړیکې لري. هغه کولی شي د خبرو اترو میز ته د دواړو هېوادونو په کینولو کې پوره اړین رول ولوبوي.

د اتومي وسلو دغو دوه سترو سیالو قدرتونو په ۱۹۴۷ز. کال کې له بریتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ له اخیستو راپدیخوا درې جګړې کړې؛ دوه جګړې د کشمېر پر سر وې، چې دواړه هېوادونه یې ادعا کوي. رویترز راپور ورکړی، چې دمګړۍ هر یو نیمه سیمه کنټرولوي.

هند د کشمیر په خپله برخه کې د لسیزو راپدیخوا له بغاوت سره مخ دی، چې پاکستان په کې پر خیانت تورنوي؛ خو دا تورونه اسلام آباد ردوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي خبرې ندي شوي، خو که څه هم د خبرو اترو بیا پیل کولو لپاره د کور دننه دیپلوتیکې هڅې شوي اوپه ۲۰۲۱ کې عربي متحده اماراتو هم د منځګړیتوب هڅه کړې ده.

شهبا شریف دا هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې له بدبختیو، بېوزلۍ او بېکارۍ پرته بل څه ندي راوړي. مونږ غواړو، چې غربت کم کړو، سوکالي ترلاسه کړو او خپلو خلکو ته تعلیم، روغتیایي اسانتیاوې او د کارموندنې زمینه برابره کړو او خپلې سرچینې په بمونو او مهماتو ضایع نکړو. دا هغه پیغام دی، چې زه غواړم لومړي وزیر نریندرا مودي ته ورکړم.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سمدستي اړوند غوښتنې او پوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version