تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالو د خلاصون هڅې روانې دي – د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د حکومت لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه افغان مهاجرینو د بند په اړه له غبرګونونو وروسته، بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دغو کډوالو د ژر تر ژره خوشې کولو هڅې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي، چې تر اوسه په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو، د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د اوارولو په اړه خبرې شوي دي او هڅه کیږي، چې دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ويلي: په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفیر، د دغه هېواد له استازيد افغانستان سفارت او افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ مشر نصیر احمد فایق په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کول غندلي او له اسلام آباده یې غوښتي، چې دغه کډوال ژر تر ژره خوشې کړي.
پر دې سربېره د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړیوالو ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بندو افغان مهاجرینو وضعیت اندېښمن کړي او د پاکستان له حکومت څخه یې د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې ده.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، پاکستان تل د مهاجرت د نړیوالو قوانینو خلاف په دغه هېواد کې میشت افغانان ځوروي.
د دغه وزارت چارواکي بیا هم له اسلام آباده غوښتي، چې د مهاجرینو اړوند ستونزې دې له سیاسي مسلو سره نه نښلوي.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. له ایران او پاکستان څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې د مهاجرینو پر مسلې سیاست ونکړي او د هغوی حقوق باید له نړیوالو او اسلامي قوانینو سره سم په نظر کې ونیسي.
په پاکستان کې د اوسیدو د قانوني اسنادو نه درلودل د افغان مهاجرینو د زنداني کیدو یو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کیږي.
د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون په یوه راپور کې ویلي، چې د کراچۍ د ښځو په زندان کې د نورو مجرمینو ترڅنګ ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ ماشومان بندیان دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه؛ هغه بهرني اتباع، چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، باید د ۲۰۲۲ کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.