سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د ګوادر د ناکرارې سیمې په یوه وسلوال برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

(Last Updated On: )
د پاکستان پوځ څرګنده کړې، د جمعې پر ورځ ( د تلې ۱۲ نېټه) د ګوادر د ناکرارې سیمې په یوه برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
رویترز د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د څرګندونو له مخې، چې په کې د برید کوونکیو هویت ښودل شوی نهدی څرګنده کړې؛ د امنیتي ځواکونو دوه ګاډي، چې د ګوادر له پاسنۍ څخه د اورماړۍ لوري ته روان ول د ترهګرو لخوا پر نښه شول.
د بلوچستان بلوڅانو له کلونو راپدیخوا د افغانستان او ایران پولې ته په نږدې سیمو کې د حکومت پر ضد جګړه روانه ساتلې ده.
هغه وسلهوال، چې هدف یې د پاکستاني حکومت نسکورول دي؛ په بلوچستان کې هم فعال دي.
د پوځ په بیانیه کې پرته له دې، چې د برید تر شا د کومې ډلې یادونه وکړي، زیاتوي: په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي او د دې ناوړه عمل مرتکبین به ونیول شي او عدالت ته به وړاندې شي.