سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو پر مرکز په وسلوال برید کې څلور کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره ورځ د پولیسو پر مرکز په برید کې څلور تنه وژل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې: د بریدګرو یوې ډلې د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر وسلوالو ډله ییز برید کړی، چې څو ګړۍ روان و. په دغه برید کې درې بریدګر وژل شوي؛ دوه یې د ډزو په پایله کې وژل شوي او پر یو یې خپل ماین چاودېدلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله سما تلویزیوني چینل ته ویلي، بریدګر د پولیسو د مرکز پردروازه توغندیز برید وکړ او ودانۍ ته ننوتل او بیا یې د پولیسو د مرکزي دفتر وداني او پر چت یې پوسته ونیوله.
په سیمه کې د ساعتونو لپاره د ډزو او لاسي بمونو د چاودنو غږونه اوریدل کیدل.
تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی او د نورو بریدونو خبرداری یې هم ورکړی دی.
د دوی د اعلامیې له مخې، چې نن شنبه خپره شوې؛ له پولیسو یې غوښتي، چې د پوځ پر وړاندې له خپلې جګړې لرې پاتې شي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: مونږ یو ځل بیا امنیتي ادارو ته خبرداری ورکوو، چې د بې ګناه بندیانو په جعلي مقابله کې له شاهدۍ ډډه وکړي، کنه په راتلونکي کې به د بریدونو شدت زیات شي.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې په دغه هېواد کې به روان تاوتریخوالی له منځه یوسي.
شهبازشريف تویت کړی: پاکستان به نه يوازې ترهګري له منځه وړي، بلکې ترهګر به محاکمې ته هم راکاږي.
له دې مخکې د جنورۍ پر ۳۰ د پېښور پر یو جومات ځانمرګی برید شوی و، چې لومړی حکومت د ۱۰۲ کسانو د مړینې او څه دپاسه ۲۰۰ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی و؛ خو بیا وروسته پولیسو وویل، چې په دې برید کې ۸۴ کسان وژل شوي، چې زیاتره يې پولیس ول.