Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان د پوځ ستر درستيز د سعودي له دفاع وزیر سره وکتل

خپور شوی

د

Saudi Gazette

د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د پاکستان د پوځ له ستردرستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره پر پوځي مسایلو او سیمه ییز ثبات خبرې کړې دي.

د سعودي خبري آژانس څرګنده کړې، دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړي توګه پوځي او دفاعي اړخونه څېړلي او د ګډې اندېښنې پر مسلو سربېره یې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

شهزاده خالد ویلي؛ نن مې له خپل ورور جنرال قمر باجوه سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، پوځي همکاریو او د سیمه ییزامنیت د ساتلو لپاره مو پر ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

دا پداسې حال کې ده، چې د دواړو متحدینو ترمنځ له اوږدې مودې راپدیخوا اړیکې خړې پړې شوي او دا ناسته هم له "مخکې پلان شوې وه" خو یوشمېر راپورونه په ډاګه کوي، چې ریاض د کشمېر په سیمه کې د عربستان د څرګندونو په اړه د اسلام آباد نارضایتۍ د کمولو هڅه کړې.

د دې میاشتې په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له اسلامي همکاریو سازمان څخه وغوښتل، چې د دې مسلې په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

په هر حال سعودیان بریالي شوي ندي، چې دا کار ترسره کړي او دې کار د اسلام آباد کلک غبرګون راپارولی دی.

قریشي خبرداری ورکړ که او ای سي یا OIC ل دوی سره مرسته ونکړي؛ نو پاکستان به د اسلامي هېوادونو سره غونډه وکړي "چې غواړي د کشمیر په مسله کې د دوی ملاتړ تر لاسه کړي."

د هغه په ​​وینا، پاکستان تېرکال په مالیزیا کې د سعودي عربستان په کوربتوب په یوه غونډه کې له ګډون  انکار وکړ.

د باجوه د سفر په اړه ډېر لږ جزئیات خپاره شوي؛ خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي؛ له ریاض څخه په لیدنه کې جنرال د پاکستان د استخباراتو له مشر فیض حمید سره مل دي او تمه کیږي، چې دواړه د سعودي له لوړ پوړیو چارواکو سره هم وګوري.

 د پاکستان اردو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې باجوه د دې هېواد له ستر درستیز الراولي بن فرهاد بن ترک السعود سره د پوځي روزنې او پوځي اړیکو په اړه اندونه ښکاره کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار پرون ریاض ته د باجوه له روانیدو دمخه خبریالانو ته ویلي؛ د جزئیاتو "چمتو کولو ته اړتیا نشته او "د خدای شکر، چې هرڅه سم دي.

ښاغلي افتخار زیاته کړې چې پاکستان او خلک یې له سعودي عربستان سره "په خپلو اړیکو ویاړي" او په اړه یې پوښتنې ته هم اړتیا نشته.

پاکستان تېره میاشت له چین څخه د یو ميلیارد دالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د مالیې وزارت تېره اوونۍ تائید کړه، چې ریاض د تېلو د کریدیت تاسیساتو غزولو لپاره د اسلام آباد غوښتنه په پام کې نیسي، چې د جولای په میاشت کې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!