تازه خبرونه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: )

نن (شنبه د سلواغې ۹) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به په کابل کې له افغان چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسائلو ژورې خبرې او بحثونه ولري.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ټویټ کړی، چې معید یوسف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیر خان متقي سره لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره به د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار رسمي ناستې د بشري او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره روانې وي.

اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي؛ خو انځورونه ښيي، چې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د کابل په هوايي ډګر کې معید یوسف ته تود هرکلی ویلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۸ ټاکل شوې وه، چې دغه پلاوی د معید یوسف پر مشرۍ کابل ته سفر وکړي؛ خو د هوا د خرابوالي له کبله یې سفر هغه وخت وځنډېده.

Trending

Exit mobile version