Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان خبریالانو د ټولنیزو رسنیو د څارنې د نوي قانون پر وړاندې لاریون وکړ

وړاندیز شوی قانون، چې د پارلمان لخوا تصویب شوی؛ خو تر اوسه د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی ندی، د څارنې د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو اړتیا ویني، چې خپله محکمه او تحقیقاتي وسایل ولري.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د پاکستان په سلګونو خبریالانو د سې شنبې په ورځ (د سلواغې پر نهمه) د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ټولنیزو رسنیو د څارنې د نوي قانون پر وړاندې د اعتراض لپاره مظاهرې وکړې، چې د دوی په باور د رسنیو ازادي محدودوي او د ډیجیټلي چاپېریال کنټرولول دي.

وړاندیز شوی قانون، چې د پارلمان لخوا تصویب شوی؛ خو تر اوسه د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی ندی، د څارنې د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو اړتیا ویني، چې خپله محکمه او تحقیقاتي وسایل ولري.

د قانون له مخې هغه کسان، چې د ناسمو یا جعلي معلوماتو پر خپرولو تورن شي؛ پر درې کلونو زندان او تر دوه میلیون پاکستانيو روپیو پورې به له جریمې سره مخ شي.

د پاکستان د خبریالانو فډرالي ټولنې په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې د لاریونونو مشري کړې ده.

د پاکستان د خبریالانو فډرالي ټولنې رییس افضل بټ په اسلام آباد کې د یوې ناستې پر مهال ویلي: “دا قانون د رسنیو پر آزادۍ مستقیم برید دی او مونږ به تر هغه وخته اعتراض روان ساتو، چې دا په بشپړه توګه لغوه شي.”

لاریون کوونکو هڅه وکړه، چې د سره زون پر لور، چې د پارلمان ودانۍ او ډیپلوماټیک دفترونه په کې دي، لاریون وکړي؛ خو پولیسو یې د حرکت مخه ونیوله.

حکومت د دې قانون دفاع کړې او ویلي یې دي، چې موخه یې له جعلي خبرونو سره مبارزه ده؛ خو منتقدین په دې باور دي، چې دا نوي مقررات په هېواد کې د رسنیو او د بیان آزادي د پوره محدودولو لپاره یوه وسیله ده.

د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۴ کال په راپور کې، پاکستان د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې یو سل او دوه‌پنځوسم ځای درلود.

دا هېواد د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو ځایونو څخه پېژندل کیږي.

ډیجیټل رسنۍ هم پخوا تر بېلابېلو فشارونو لاندې راغلې دي؛ د انټرنیټ د ورو والی پر ګډون او د ایکس په څیر د نورو پاڼو بندول.

لاریون کوونکو ټینګار کړی، چې د دوی مبارزه به تر هغې روانه وي، چې دا قانون لغوه نشي.

سیمه ییز خبرونه

د نوي ډیلي د اورګاډي په تم‌ځای کې د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۵ کسان مړه شول

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا پېښه تېره ورځ له غرمي وروسته پر ځایي وخت شاوخوا ۸ بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې مسافر د پریاګراج ښار اورګاډي ته د پورته کیدو پر تمه ول. چېرې، چې د هندوانو مها کمب جشن ترسره کیږي.

Published

on

Delhi stampede
(Last Updated On: )

د هند د پلازمېنې اعلی وزیر د یکشنبې پر سهار خبریالانو ته ویلي، چې د شنبې پر شپه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د اورګاډي په مرکزي تم‌ځای کې د ګڼې ګوڼې له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا پېښه تېره ورځ له غرمي وروسته پر ځایي وخت شاوخوا ۸ بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې مسافر د پریاګراج ښار اورګاډي ته د پورته کیدو پر تمه ول. چېرې، چې د هندوانو مها کمب جشن ترسره کیږي.

سیمه‌ییزو رسنیو ویلي، چې په مړو کې ۱۰ ښځې او درې ماشومان هم شته دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ رسنیو له پېښې وروسته په تم‌ځای کې د خلکو د ګڼې ګوڼې انځورونه او ویډیوګانې وښودلې، ځکه پولیس او د بېړني حالت عملې د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره کار کاوه.

د ډیلي اعلی وزیر اتیشي، چې یوازې یو نوم کاروي، په ایکس کې لیکلي، چې ډېري قربانیان هغه زیارت کونکي دي، چې په مها کمب کې یې ګډون کاوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او څو نورو فډرالي وزیرانو په ایکس کې د لیکنو پر مهال د ګڼې ګوڼې تائید کړی؛ پرته له دې، چې د مرګ و ژوبلې شمېر یې څرګنده کړي؛ “زه د نوي ډیلي د اورګاډي په تم‌ځای کې د ګڼې ګوڼې له کبله ځورېدلی وم. زه ټولو هغو کسانو غمجن کړی یم، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په ایکس کې لیکلي، چې د اورګاډي له وزیر سره خبرې کړې او وضعیت یې ارزولی دی.

د اوسپنې پتلۍ وزیر اشویني ویشنو په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د پېښې په اړه د پلټنې امر شوی او څلور ځانګړي ریلګاډي د اوسپنې‌پټلۍ په تم‌ځای کې د رامنځته شوې ګڼه ګوڼې د پاکولو لپاره لېږل شوي او وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

هغه ویلي: ” ټولې کاري ډلې ​​له دې غمجنې پېښې څخه اغېزمنې دي او له ټولو سره د مرستې لپاره کار کوي.”

د هند په شمالي برخه کې د مها کمب د مذهبي مراسمو لپاره سهار وختي په داسې حال کې مړه شول، چې لسګونه میلیون هندوان د شپږ اوونیزې نندارې په تر ټولو مبارکه ورځ د سپېڅلي سیند په اوبو کې د لامبو وهلو لپاره راټول شوي وه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

مصر په پام کې لري، چې ډېر ژر د عربي مشرانو یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.

د مصر بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روان کال د فبرورۍ پر اووه‌ویشتمه په دې هېواد کې د بېړنۍ غونډې له جوړولو خبر ورکړی دی.

د دې غونډې موخه د فلسطینیانو د برخلیک په اړه د جدي بدلونونو په اړه بحث کول دي.

دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په اړه، چې سیمه‌ییز او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي؛ د اسرائیلو پر مرسته به “د غزې تړانګه ونیسي” او ورسره په بل ځای کې د فلسطینیانو له میشت کولو وروسته “د منځني ختیځ ساحلي خط” رامنځته کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ستر مذهبي مشر په تهران کې د حماس له لوړ پوړو مشرانو سره وکتل

خامنه‌يي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌یي په تهران کې د حماس د لنډمهاله مشر خلیل الحیا او د دې فلسطیني غورځنګ له دوه نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

خامنه‌يي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د حماس مشرانو، چې په کې د حماس د مشرتابه شورا مشر محمد اسماعیل دروېش او د دې ډلې یو لوړ پوړي چارواکی نزار عوض‌الله د غونډې په بهیر کې د غزې او لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او د دوی د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.

د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیا د غونډې په جریان کې د ایران له ملاتړ ستاینه وکړه.

خامنه‌يي د ایران پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په ځواب کې اعلان وکړ: “د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ اغېزه نلري.”

د ایران د مذهبي مشر او حماس د چارواکو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د لاسلیک په پایله کې د دواړو خواوو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو تبادله روانه ده.

بنیامین نتنیاهو امریکا ته د خپل وروستي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې اوسیدونکي دې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا دغه سیمه ونیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!