سیمه ییز خبرونه
د پاکستان بیلتون غوښتونکو بلوڅانو د مسافر وړونکي ریلګاډي مسافر برمته کړي
د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ویاند ویلي، چې په یرغمل شویو کسانو کې د پوځ، پولیسو او آی ایس آی امنیتي ځواکونه شته، چې ټولو کورونو ته سفر کاوه.
د پاکستان جعفر ایکسپرس مسافر وړونکی ریلګاډی، چې په نهو ډبو کې یې ۴۰۰ مسافر لېږدول؛ د پاکستان د جنوب لویدیځ بلوڅستان ایالت له کویټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته روان و، چې وسلوالو پرې برید وکړ.
د پاکستان پولیسو او د اورګاډي چارواکو د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) اعلان وکړ، چې بیلتون غوښتونکو وسلوالو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي برید کړی، چې سلګونه مسافر یې برمته کړی هم دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د “بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ” وسلوالو په یوه خبرپاڼه کې د برید مسولیت پر غاړه واخیست او اعلان یې وکړ، چې ځواکونو یې په ریلګاډي کې مسافر، د امنیتي ځواکونو په ګډون، یرغمل نیولي دي.
د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ویاند ویلي، چې په یرغمل شویو کسانو کې د پوځ، پولیسو او آی ایس آی امنیتي ځواکونه شته، چې ټولو کورونو ته سفر کاوه.
دغه راز زیاته شوې، چې د دوی په ډله کې له ۱۰۰ څخه ډېر پاکستاني پوځي دي.
دې وسلوالې بېلتون غوښتونکې ډلې دا هم ویلي، چې په برید کې ۶ سرتېري وژل شوي او ۴۵۰ مسافر یرغمل دي او که پاکستاني امنیتي ځواکونه عملیات وکړي؛ نو ټول یرغمل شوي کسان به اعدام شي.
د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو او سیمهییزو چارواکو د یرغمل نیولو خبره نده تائید کړې.
د بلوچستان صوبايي حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او ټولو ادارو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید وغانده او وایي، چې امنیتي چارواکو وسلوال برید “پر شا تمبولی” دی.
د بلوڅستان آزادۍ پوځ خبریالانو ته پر برېښنالیک لیږل شوی خبرپاڼه کې ویلي: “ملکي مسافر په ځانګړي توګه ښځې، ماشومان، زاړه او بلوڅ اتباع په خوندي ډول خوشې شوي او دوی ته یوه خوندي لار ورکړ شوې ده.”
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید وغانده او له ۱۰۰ څخه د ډېرو مسافرو د ژغورلو لپاره یې له پوځ مننه وکړه.
هغه ويلي: “هغه کسان، چې په بې ګناه مسافرو بريد کوي؛ د هېواد دښمنان دي.”
د پاکستان په بلوڅستان ایالت کې امنیتي حالت له څو لسیزو راپدېخوا نا امنه روان دی، چې په دې ولایت کې بیلتون غوښتونکي ډلې پر حکومتي ځواکونو، پوځ او په سیمه کې د چین پر ګټو بریدونه کوي.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
