سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرله‌‌پسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.

Trending

Exit mobile version