تازه خبرونه
د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په غونډه کې د پلاوي مشري کوي د غونډې په پیل کې ویلي، چې د بندیزونو د کمولو بهیر ډېر ورو دی او دې کار د دولت او خصوصي سکټور لپاره بېلابېلې ننګونې رامنځته کړې دي.
د اسلامي امارت پلاوي د دوحې په درېیمه ناسته کې ټینګار کړی، چې د یو بل د سیاستونو په اړه د هېوادونو تر منځ اختلافات عادي خبره ده او نړیواله ټولنه باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په غونډه کې د پلاوي مشري کوي د غونډې په پیل کې ویلي، چې د بندیزونو د کمولو بهیر ډېر ورو دی او دې کار د دولت او خصوصي سکټور لپاره بېلابېلې ننګونې رامنځته کړې دي.
هغه وایي: افغانان، چې له شاوخوا يوې پېړۍ راپدیخوا د بهرنيو يرغلونو او مداخلو له کبله جګړو او ناامنيو سره مخ ول، اوس یې خپله خپلواکي ترلاسه کړې، جګړه يې پای ته ورسوله او داسې نظام يې جوړ کړ، چې موخه يې له نړۍ سره د مثبت تعامل پياوړي کول دي؛ خو په بدل کې دوی د بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شول.
مجاهد دا ومنله، چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو کړنو سره “ستونزه” لري؛ خو وایي، چې د هېوادونو تر منځ د تګلارو پر سر اختلاف طبیعي دی.
هغه زیاته کړې: د پالیسیو اختلاف باید دومره زیات نشي، چې ځواکمن هېوادونه له خپلو ګټو څخه پر استفادې زمونږ پر خلکو امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشارونه واچوي، چې زمونږ د ولس پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.
مجاهد څرګنده کړې؛ له بندیزونو سره – سره اسلامي امارت د نشهیي توکو پر کښت، پروسس او قاچاق، چې نړۍ یې اغېزمنه کړې وه؛ بندیز لګولی دی.
هغه دا هم ویلي: هغه کسان، چې په غزه کې بشري جنایتونو ترسره کوي؛ په داسې اخلاقي دریځ کې ندي، چې اسلامي امارت ته د بشري حقونو په اړه “لیکچر” ورکړي.
اړوند خبرونه:
د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد
د دوحې په ناسته کې به د افغانستان پر داخلي مسایلو خبرې ونشي – ذبیح الله مجاهد
تازه خبرونه
ډېري هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې پر دوه مسایلو خبرې وشوې؛ له خصوصي سکټور سره څنګه مرسته او همکاري وشي، په کومو برخو کې همکاري وشي او دا، چې په دې برخه کې ننګونې څه دي؟ او همدارنګه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې، چې څه شوي، کومې لاسته راوړنې لري او کومې ننګونې شتون لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې د درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته آریانانیوز ته د دې ناستې د پایلې په اړه ویلي، چې په دې ناسته کې یو درک شو، چې اکثره هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ هیچا ته به اجازه ورنکړو، چې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
هغه په دې اړه ویلي: د افغانستان پر هوايي حریم د الوتکو ګزمه ښکاره تېری دی او مونږ یې غندو او پر هر دلیل، چې وي نه یې منو.
د مجاهد د څرګندونو له مخې: د هېواد ځینې داخلي مسایل شته او پر وینا یې خلک حق لري، چې له خپل نظام او حکومت څخه یې وغواړي او موږ نه غواړو، چې دا غوښتنې د نورو هېوادونو له لوري مطرح شي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې پر دوه مسایلو خبرې وشوې؛ له خصوصي سکټور سره څنګه مرسته او همکاري وشي، په کومو برخو کې همکاري وشي او دا، چې په دې برخه کې ننګونې څه دي؟ او همدارنګه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې، چې څه شوي، کومې لاسته راوړنې لري او کومې ننګونې شتون لري.
نوموړي زیاته کړې: د بدیل کښت مسله، چې یوه ډېره اړینه موضوع ده خلکو ته وړاندې کیږي؛ ځکه، چې افغانانو د نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې ډېر زیان لیدلی او خلکو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی. افغانان بېوزله خلک دي او په ټولنه کې بېکاري ډېره ده، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید یو اقتصادي میکانیزم جوړ شي.
دغه راز په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا له مخکې معلومه وه.
د سهیل شاهین د څرګندونو له مخې: په اجنډا کې د خصوصي سکټور د ملاتړ څرنګوالی او د نشهیي توکو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې مرسته شامله وه او پر دې دواړو بحث وشو.
شاهین زیاته کړې، چې د دوحې د درېیمې ناستې ګډونوالو له یادو موضوعاتو خپل ملاتړ اعلان کړ.
اړوند خبرونه:
د اسلامي همکاریو ټولنې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل غوښتنه وکړه
د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد
تازه خبرونه
په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره د هلمند ولایت یو ۵۶ کلن خپل نوم ثبت کړ
د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.
د ازموینې ملي ادارې ویلي؛ په هلمند ولایت کې سیدولي نومی، چې د بست کلا د سیمې اوسېدونکی دی تازه له ښونځي فارغ شوی او د لوړو زدهکړو لپاره یې کانکور ازموینې ته خپل نوم ثبت کړ.
د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.
نوموړی په ۵۶ کلنۍ کې د شپې ښوونځي څخه فارغ شوی او وایي خوښ یم، چې اوس راته د لوړو زدهکړو زمینه برابره شوې او غواړم خپلې زدهکړې بشپړې کړم.
د دې ادارې رییس عبدالباقي حقاني ويلي، چې د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کېږي او هڅه کوي، چې پوهنتونونو ته نور ډېر فارغان جذب کړي.
د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د کابل له مرکز او ولسواليو څخه د دولسمو ټولګيو ١٥زره فارغانو برخه اخيستې وه؛ خو نجونو په ګډون نه درلود.
په کابل کې د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو لپاره هم د زدهکړو او تعلیم زمینه برابره کړي.
له دې وړاندې د ازموینو ملي کمېټې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۳ ملي کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې اخیستل کېږي.
په کابل کې له دوه یم پړاو وروسته درېیم پړاو د سرطان پر اوومه او اتمه، څلورم پړاو یې د همدې میاشتې پر څوارلسمه او د ازموینې وروستی پړاو متفرقه ازموینه ده، چې له داوطلبانو څخه اخیستل کېږي.
تازه خبرونه
په دوحه کې د مدني ټولنو د ګډونوالو نومنه پټ وساتل شول
سرچينو ویلي، چې زهرا بهمن او مېرمن سبا د دوحې د درېيمې غونډې په څنډه کې له ډیپلوماټیک استوکنځي څخه څو کيلومټره لرې لیدل شوي، چې په اړوند ناسته کې به ګډون ولري.
ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د مدني ټولنې د غړیو د نومونو له په ډاګه کولو ډډه کړې.
سرچينو ویلي، چې زهرا بهمن او مېرمن سبا د دوحې د درېيمې غونډې په څنډه کې له ډیپلوماټیک استوکنځي څخه څو کيلومټره لرې لیدل شوي، چې په اړوند ناسته کې به ګډون ولري.
د دوحې درېیمې غونډې ته د رابلل شویو هېوادونو لوی اکثریت هم د افغانستان د مدني ټولنې غړیو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
تر دې دمه رسنیو ته هم د مدني ټولنې له غړیو څخه د لیدنې اجازه ورکړ شوې نده.
اړوند خبرونه:
د ښځو د حقونو په اړه د م.م وروستی راپور د ذهنونو د خرابولو یوه بله هڅه ده
-
لوبی4 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډله په دوستانه سیالیو کې له مراکش سره لوبیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته له شرمه ډکه تاریخي پېښه وه – ټرمپ
-
لوبی3 days ago
کوهلي په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د هندوستان له اتلولۍ وروسته استعفا وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشریزې ټاکنې رسماً پیل شوې
-
لوبی2 days ago
درې افغان لوبغاړي د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په غوره لوبډله کې راغلل
-
تازه خبرونه2 days ago
له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران
-
تازه خبرونه2 days ago
د ښځو له بشپړې ونډې پرته افغانان موخې ته رسېدلی نشي – کاناډا
-
تازه خبرونه3 days ago
د چین او ترکمنستان چارواکو د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو پر راتلونکې غونډه خبرې وکړې