تازه خبرونه

د ټیټ کیفیت څلور تانکره دیزل بېرته ایران ته وروګرزول شول

Published

on

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې د سې شنبې پر ورځ وویل، چې دې ادارې د ټیټ کیفیت څلور تانکرونه بېرته ایران ته مسترد کړل.

یادې ادارې په ډاګه کړې؛ دوی د هرات ولایت په اسلام‌کلا بندر کې د تېلو د کیفیت له کتنې وروسته څلور تانکره بېرته ایران ته ستانه کړي دي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دوی د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

سربېره پردې دغې ادارې له سوداګرو وغوښتل؛ د وارد شويو توکو پر کیفیت دې خانونه ډاډمن کړي، چې د دې ادارې له معیارونو سره سمون ولري. که نه؛ نو دوی به له ورته پایلو سره مخ شي.

دا لومړی ځل ندی، چې دې ادارې ټیټ کیفیت تیل بېرته مستردوي . د بېلګې په توګه د جنورۍ پر لومړیو کې یې ایران ته د بې کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته واستول.

Trending

Exit mobile version