نړۍ
د ټرمپ استازي د اوربند په تړون کې د پرمختګ لپاره اسرائیلو ته سفر وکړ
ویټکوف د ټرمپ د وروستۍ هڅې په توګه له قطر څخه اسرائیلو ته سفر کړی، چې ټولې ښکېلې خواوې د جنوري له شلمې مخکې یوې یوې پایلې ته وهڅوي.

د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازی سټیف ویټکوف د شنبې پر ورځ (د مرغومي دوهویشتمه) اسرائیلو ته ورسېد، چې په غزه کې د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته وده ورکړي.
ویټکوف د ټرمپ د وروستۍ هڅې په توګه له قطر څخه اسرائیلو ته سفر کړی، چې ټولې ښکېلې خواوې د جنوري له شلمې مخکې یوې یوې پایلې ته وهڅوي.
ټرمپ ګواښ کړی، چې که حماس د هغه د لوړې تر مراسمو پورې یرغمل شوي کسان خوشې نکړي؛ نو “په منځني ختیځ کې به دوزخ جوړ شي”.
یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ویټکوف په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره د خپلې لیدنې پر مهال د ټرمپ پیغام په راتلونکو څو ورځو کې یوې هوکړې ته د رسېدو پر اړتیا وپوهاوه.
ویټکوف د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل او د جنوري له شلمې مخکې یې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ پر هدف ټینګار وکړ.
د اسرائیلو د مذاکراتي ټیم غړو او د ولسمشر بایډن د منځني ختیځ سلاکار برټ مکګورک، چې په دوحه کې میشت دی، د کنفرانس په یوه اړیکه کې د خبرو اترو وضعیت وارزاوه.
د دغې ناستې په پای کې، نتانیاهو د موساد مشر ډیویډ بارنیا، د شاباک مدیر رونن بار او جنرال نیټزان آلون ته امر وشو، چې د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ویټکوف څو ځله ټینګار وکړ؛ هدف یې د ژمنې تر ورځې یوې هوکړې ته رسېدل دي.
هغه ويللي، چې په دې وروستيو ورځو کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ په خبرو اترو کې ستونزې کمې شوې دي؛ خو اوس هم د هړوکړې ټکي ته رسېدلي ندي.
دې چارواکي زیاته کړې: “یوې هوکړې ته د رسېدو شونتیا شته؛ خو دا یوه لویه ننګونه ده.” که د اسرائیلو د مذاکراتي ډلې مشرانو قطر ته سفر کړی وي؛ نو دا پدې معنا ده، چې یوه هوکړه شونې ده. دا به یو ستونزمن کار وي.”
په دوحه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب روانې دي.
امریکایي چارواکي ويلي، چې مکګورک او ویټکوف خپلې هڅې همغږي کړې دي.
په غزه کې حماس شاوخوا ۹۸ یرغمل شوي کسان ساتلي، چې اووه یې امریکایان دي.
د اسرائیلو استخبارات ښيي، چې له یرغمل شویو کسانو څخه شاوخوا نیمایي یې ژوندي دي، چې درې یې امریکایان دي.
که هوکړه وشي؛ نو په لومړي پړاو کې به د ۳۳ یرغمل شویو (ژوندي یا مړه) خوشې او آزاد شي.
په لومړي پړاو کې به غزه له شپږو څخه تر اووه اونیو اوربند او د سلګونه فلسطیني بندیانو د خوشې کولو شاهده وي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د جمعې پر ورځ ویلي: “په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او ممکن د جنوري له شلمې مخکې یوه هوکړه وشي؛ خو نورو جوړجاړيو ته اړتیا ده.”
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې نتانیاهو باید پرېکړه وکړي، چې آیا د موساد او شاباک مدیران د هوکړې تر وروستي کولو پورې دوحې ته سفر وکړي که نه.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې رییس بل برنز NPR ته ویلي: “یرغمل شوي کسان په تونلونو کې دوزخ ته ورته ساتل کیږي، او غزې ملکي وګړي هم په دوزخي شرایطو او کړاوونو کې ساتل کیږي.”
هغه زیاته کړې: “سیاسي مشران باید دا ومني، چې نور بس دی.” “په منځني ختیځ کې بې هیڅه غوراوی نشته او اوس د یوې هوکړې د لاسلیک وخت دی.”