Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد معامله نکیږي – اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۳۹۹)

ولسمشر غني نن ( د کب ۱۶) د ملي شورا د اوولسمې دورې د پرانیستې په غونډه کې  ټینګار کړی، چې د سولې راوستو او واک د لېږد لپاره د کاغذ پر مخ طرحې کارنده ندي او د ټاکنو له لارې د واک لېږد یو اصل دی، چې معامله پرې نکیږي.

کابل ته له سفر وروسته زلمي خلیلزاد د نوي ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د سولې د انتقالي حکومت تر نامه لاندې د امریکا له طرحې خبر ورکړ.

ولسمشر غني د ملي شورا د اوولسمې دورې په پرانیست غونډه کې دې طرحې ته په غبرګون کې د واک لېږد یوانۍ لار د ټاکنو تر سره کېدل بولي او وایي، چې د افغانستان د سولې لپاره کاغذي طرحې کارنده نه دي او ناوړه پایلې به ولري.

ولسمشر غني ویلي؛ د واک د لېږد لپاره د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د ټاکنو د نېټې او څرنګوالي تر سره کېدو ته چمتو دی.

ولسمشر اشرف غني وایي؛ د سولې لپاره هر  څوک کولی شي پر پاڼه یو څه ولیکي؛ خو زمونږ وثیقه اساسي قانون دی او بلې وثیقې ته اړتیا نلرو. په اساسي قانون کې د تعدیل لار پرانستې ده. طالبانو  ته دا پیغام لرم، چې هیڅ ګواښ به د افغانانو سر ټیټ نکړي او د ادیرې سوله نه غواړو. تاوتریخوالي ودروئ او له شعاره د عمل ډګر ته راودانګئ؛ ملت راخپل کړئ او د خلکو رایې تر لاسه کړئ.  

دغه راز ولسمشر غني له پاکستان هم غواړي، چې رښیتنې سولې ته غاړه کېدي او افغانستان د ځان لپاره د یوه خپلواک هېواد په توګه ومني.

اشرف غني څرګنده کړې: له پاکستان څخه غواړم، چې رښتینې سولې ته ورسیږو او د خپلواکو هېوادونو په توګه یو بل وزغمو او د مثبتې لارې پاکستان خپل سیاست بدل کړي؛ خپلواکه او سرلوړی افغانستان ومني.      

د ولسي جرګې مشر ویلي، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په خبرو کې نرمښت وښیي.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي: ملي شورا له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالي راکم کړي؛ د سولې په خبرو کې نرمښت ښکاره کړي، له هغو غوښتنو تېر شي، چې پلي کېدونکې ندي او له پلمې پرته اوربند ته غاړه کېدي.        

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د دوحې د سولې خبرو تر اوسه پایله نده ورکړې او د دې خبرو پر بدیلو لارو کار روان دی.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!