تازه خبرونه

د ویدیو لوبو اړتیا او غوښتنو د تینسینت شرکت عاید ډېر کړي

Published

on

(Last Updated On: )

د چین ترټولو لوی ویدیو لوبې او ټولنیزو رسنیو د تینسینت شرکت په ډاګه کړې، چې د دوه یمې ربعې عوایدو یې ۳۷ سلنه وده کړې.

د تینسینت د عایدو په ارقامو کې دا ډېروالی د بازار له وړاندوینې هم لوړ دی. تینسینت شرکت د خپل عاید ډېروالی د کورونا ویروس خپریدا او په کور کې د خلکو پاتې کیدل بولي.

د آنلاین لوبو عاید، چې د ټول پلور درېیمه برخه جوړوي؛ په دې ربع کې یې ۴۰  سلنه وده کړې. د دې زیاتوالي اصلي دلیلونه انلاین لوبې دي. لکه “Peacekeeper Elite” او ” Honour of Kings “. د دغو لوبو خوښیدو کمپیوتری لوبې تر اغېز لاندې راوستي دي.

د ټولنیزو شبکو عایدات لکه «fintech»، سوداګریز خدمات او ټولنیز اعلانونه هم نږدې ۳۰ سلنه عاید لري.

په هره توګه، په رسنیو کې د اعلاناتو عاید د کمزورې اړتیا له مخې ۲۵ سلنه راټیټ شوی او د مطالبو تولید، خپراوی او توزیع وځنډول شول.

د نړۍ ترټولو لوی ویډیو لوبې شرکت تر دزې میاشتو د جون تر میاشتې ۳۳.۱ میلیارد یوان (۴.۸ میلیارد دالر) ګټه درلوده. د «Refinitiv» د څرګندونو له مخې، د دغه شرکت عایدات د وړاندوینې اوسط (۲۷.۵۶) میلیارد یوان و.

د دې شرکت ۲۹ سلنه وده ۱۱۴.۸۸ میلیارد یوان ته ورسیده، چې د بازار له وړاندوینې  ۱۱۲.۷۶ میلیارد یوان څخه ډېر و.

دا معلومات له هغې وروسته خپاره شول، چې امریکا اعلان وکړ چې دا هېواد به د «Wechat-related transactions» پروګرام اړوند معاملې بندې کړي.

Trending

Exit mobile version