Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرگې پرېكړه د قضائيه قوې له حكمه سرغړونه او سپكاوى دى- استيناف

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل د استيناف محكمې او لو يې څارنوالۍ د ولسي جرگې پريكړه د افغانستان قضائيه قوې له پرېكړو سرغړونه او سپكاوى وباله.

دغو دوه بنسټونو په كابل كې د يوې گډې خبري ناستې په پايله كې د ولسي جرگي له خوا د سترې محكمې د سرپرت او د سترې محكمې د عالى شورا د پنځه غړي د محاكمه كولو او له دندې څخه د لوى څارونوال د لرې كيدو پرېكړه غير قانوني وبلله او زياته يې كړه:

هيڅ بنسټ د افغانستان د قضائيه بنسټونو د پريكړه په وړاندې د دريدو حق نه لري.

د ولسي جرگې غړى  قاضي عبدالرحيم وايي، چې:

مونږ د خلكو رښتيني استازي يو او هره ېريكړه مو له قانون سره سمه كيږي .

ولسي جرگې شا وخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ټاكنو له ځانگړې محكمې څخه د ملاتړ په تور د سترې محكمې رييس او د دغې محكمې د عالي شورا د پېنځه غړيو د اساسي قانون او د ټاكنو له قوانينو څخه په سرغړونه تورن كړي او له دندو يې گوښه اعلان كړي وه.

همدا  راز ولسي جرگې په بېړني ډول د دغو كسانو د محكمې غوښتنه هم كوله.

سره له دې، چې د ولسې جرگې دا پرېكړه پلې نه شوه؛ نو ولسي جرگې په تېره اوونۍ كې يوه مصوبه تصوب كړه، چې له مخې يې د كورنيو چارو، عدليې ، اطلاعاتو او فرهنگ او ماليې وزارتونو ته حكم وكړ، چې له سترې محكمې سره دې خپلې اړيكې او همكارۍ بندې كړي.

د ولسي جرگې د دغې پرېكړې په غبرگون كې د شنبې په ورځ د كابل د استيناف محكمې او د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل، چې:

هيڅ يو بنسټ د دې حق نلري، چې د قضا له پرېكړې سرغړونه وكړي.

د لوى څارنوالۍ د پوځي څارونوالۍ ريس سيد فضل كريم اغا وويل، چې:

د ټاكنو د پايلو په باب د محكمې پرېكړه دې پلې شي او زياتوي، چې د ولسي جرگې دا پريكړه د افغانستان د قضا له پرېكړو سرغړونه او د غو پرېكړو ته سپكاوى دى .

د ولسي جرگې غړى  قاضي عبدالرحيم آريانا ټلويزيون ته وويل، چې دوى د قانون له مخې د خلكو ريښتينې استازي دي او د دوى هره پرېكړه د قانون او د دوى د قانوني صلاحيتونو له مخې كيږي.

د ولسي جرگې دا غړي وايي، چې:

يو كال وړاندې ټاكنيزو جنجالونو په باب د قانون له مخې  سترې محكمې د سرپرست او پنځو غړو دنده پاى ته رسيدلې او د ټاكنو په باب د دوى ټولې پرېكړې د قانون خلاف دي.

د كندهار او مزار د استيناف محكمې غړيو هم د ورته غونډې په جوړلو سره د محكمې د پرېكړې غوښتنه وكړه.

د ټاكنو په باب راولاړې شوې ستونزې د حكومت د څو بنسټونو تر منځ په داسې حال كې زور اخلي، چې تېره اوونى  افغان ولسمشمر د يو فرمان په صارولو د ټاكنو خپلواك كميسيون د غو ستونو د حوارولو او د ياد بحران د پاى ته رسولو صلاحيت وركړ .

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسله‌والې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.

د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!