Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو نېټه به د دوشنبې په ورځ په ډاگه شي-نورستانی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-16-15h45m05s193د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ولسي جرگې ته ویلي؛د ټاکنو له پاره چمتووالي لرو او د تېرو ټاکنو ستونزو ته په پام د کورنيو او نړیوالو بنستونو په سلا مشورو یو لړ اصلاحات راغلي، چېد دوشنبي په ورځ به د ټاکنو نېټه اعلام شي.

 

د ټاکنو خپلواک کمسیون رییسیوسف نورستاني وایي، مونږ به د دوشنبي په ورځ،چې د مرغومي۲۸ده د ټاکنو دترسره کیدو نېټه اعلام کړو.

 

نوموړی زیاتوي؛ پخوا یې هم ټاکنو ته چمتووالی درلود،خو د سیاسي ستونزو له کبله دغه ملي بهیر قرباني او ټاکنې یو کال وځنډیدې.

 

ده په ډاگه کړه،چې اوس حکومت موافق دی،چې ټاکنې تر سره شي.

 

په ولسي جرگه کي د هرات استازی احمد بهزاد وایي، حکومت د ټاکنو د ترسره کولو غوَتونکی دی، خلک او ملي شورا هم د دې غوښتنه لري؛ځکه يي د ټاکنیزو قوانینو د اصلاحاتو او غوراوي کمیټي په اړه د ولسمشر تقنیني فرمانونه رد کړل.

 

د ولسي جرگې ځینې غړي بیا وایی، چې حکومت د ټاکنو د تر سره کیدو اراده نه لري.

 

چه ولسی جرگه کې دفاریاب استازی نقیب الله فایق وایي،د ټاکنو د ترسره کیدو له پاره اراده نشته؛د پردېتر شاه نوري خبری دي،ځکه که حکومت تصمیم درلود،نو د ټاکنو داصلاتو له پار به د تقنینی فرمان پهځاي یې باید یوه طرحه ولسي جرگې ته لیږلي وای.

 

دوه لید لوري دي؛یو قانونياو بل مصلحتي.که قانونيشي،مونږ قانون تصویب کړیاو کمیسیون مو موظف کړي که مصلحتی وي،نو دواړه مشران دېتصمیم ونیسي،د قانون نوم دې نه پرې تپي.

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا د ټاکنو ترسره کیدل په مالي امکاناتو او امنیتی تدابیرو مشروط بولي.

 

دټاکنو خپلواک کمیسیون په داسي حال کې د پارلمانی ټاکنو نېټه اعلاموي،چې لهدېوړاندې کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د تقلب او تخلف له کبله له نیوکو سره مخ و.

 

خبریال: عبدالعزیز کریمي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!