تازه خبرونه
د ولسي جرګې مشر د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي کورنۍ جګړې اندېښمن کړی

د ولسي جرګې مشر ویلي، چې د په سپتمبر کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو غیر مسوولانه ګام دی او هېواد به بیا له کورنیو جګړو سره مخ شي.
د امریکا د ولسمشر دې پرېکړې، چې د سپتمبر پر یوولسمه به له افغانستان ځواکونه وباسي؛ د ولسي جرګې غبرګون پارولی دی.
د ولسي جرګې مشر وایي، که بهرني ځواکونه په بیړه له افغانستان ووځي، کورنۍ جګړې به پیل شي.
دی ټینګار کوي، چې بهرني ځواکونه د ترهګرو د له منځه تلو او د افغانستان جګړې پای ته رسولو لپاره حضور لري او خپل دا ماموریت باید نیمګړی پاتې نکړي.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني ویلي: بهرني ځواکونه د ځانګړیو موخو لپاره راغلي وه؛ خو اوس هم جګړه روانه ده، نشه یي توکي له منځه ندي وړل شوي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرایط هم رامنځته شوي ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بهرنیو ځواکونو وتل باید د حالاتو تر ښه کېدو مشروط شي او که نه د کورنۍ جګړې شونتیا ډېره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن تېره شپه اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د سرتېري وتل د می میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر ۱۱ به بشپړ شي.
ولسمشر اشرف غني تېره شپه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې.
اشرف غني په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې هغه جو بایډن سره د سپټمبر په پیل کې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه د امریکا پر پرېکړه بحث او خبرې کړې دي.
ولسمشر ویلي؛ هغه د واشنګټن پرېکړې ته درناوی لري او کابل به له خپلو امریکایي ملګرو سره په ګډه کار وکړي، چې د ځواکونو د لېږد بهیر آسانه تر سره شي.
ولسمشرغني دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د افغانستان حکومتي ځواکونه د هېواد د دفاع پوره وړتیا لري او کابل به له واشنګټن او ناټو سره د سولې هڅې روانې ساتي.
د ولسي جرګې غړي که څه هم د تل لپاره د بهرنیوځواکونو د دایمي حضور غوښتنه نلري؛ خو ټینګار کوي، چې امریکا مکلفه ده، چې د کابل – واشنګټن د امنیتي هوکړه لیک له مخې عمل وکړي او پرې نږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شي.