تازه خبرونه

د ولسي جرګې غړي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د درولو غوښتونکي شول

Published

on

(Last Updated On: )

د ولسي جرګې مشر له افغان خبریالانو سره روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼي او له حکومته غواړي، چې د خبریالانو د خوندي کولو لپاره پراخه هڅې تر سره کړي.

د ولسي جرګې غړیو د خبریالانو ملي ورځ (د کب ۲۷) دوه ورځې مخکې ونمانځله او په دې مراسمو کې یې ټینګار وکړ، چې خبریالان په خورا سختو شرایطو کې خلکو ته اطلاعات رسوي او باید د خبریالانو له حقونو ملاتړ وشي.

 د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، چې د خبریالانو ملاتړ د بیان د آزادۍ ملاتړ دی. باید دا لاسته راوړنه له لاسه ونوځي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطن دوست هم ويلي، چې افغان خبریالان په ستونزمنو او کړکیچنو شرایطو کې خلکو ته معلومات رسوي؛ باید، چې ملاتړ یې وشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بیان آزادي او رسینزې هڅې د یو نظام د څلورم رکن په توګه باید وستایل شي.

د آریانا ټلویزیون نشراتي مشر خوشحال آصفي وایي: د خبریالانو هڅې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي او په ډېر شمېر خبریالانو ځاني زیانونه هم لیدلي دي. مونږ په هېواد کې د خبریالانو د وژل کیدو دوسیو ته د لاسرسي غوښتونکي یو.              

د خبریالانو د نمانځنې په مناسبت په دې جوړې شوې ناسته کې ولسي جرګې د بیان د آزادۍ د اصل پر ساتلو ټينګار وکړ او یو شمېر خبریالان یې وستایل.

Trending

Exit mobile version