Connect with us

1393ټاكنې

د ولسمشر کرزي د کار دوام غېر مشروع او د اساسی قانون خلاف دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

2

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د روان کال د غبرګولي د میاشتی له لومړی نېټې د ولسمشر کرزي د کار دوام غېر مشروع او د اساسی قانون خلاف بولی.

دوی وایی، چی ولسمشر له یوی خوا د ځان د کار د دوام لپاره له قانون څخه سر غړونه کوي او له بلی خوا د نوی ولسمشر، چی د ټاکنو پر اساس ټاکل کېږی حقوق هم تلف کوی.

حامد کرزی، چی د ټاکنو له لارې په دویم ځل د افغانستان د ولسمشر په توګه و ټاکل شو. د هغه څه له مخې، چی په قانون کی ذکر شوي تر دوه میاشتی زیاته موده کېږی د هغه د حکومت کاري دوره پای ته رسېدلی ده.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د ولسمشر کرزي د کار دوام غېر مشروع او د اساسی قانون خلاف بولی .

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال محمد شریف رسولي او د حقوقو د پوهنځي استاد فیض الله جلال د ټاکنو د ستونزو تر شاه د ولسمشر لاس بولی. تر څو دی خپل واک ته دوام ورکړي.

دا حقوق پوهان همدارنګه وايي، چي نه يوازې ولسمشر له اساسي قانونه سر غړونه كړې بلكي د ټاكنو خپلواك كميسيون هم د ټاكنو د دويم پړاو په ځند سره اساسي قانون څخه تېر وتنه وكړه.

دوی د اساسي قانون څخه سر غړونه جرم او خيانت بولي او زیاتوي، چي بايد ولسمشر د اساسي قانون د رعايت لپاره د خپل كار د پای ته رسېدو سره سم ملي شورا ته مراجعه کړې وای يا د قدرت د تشي د ډكولو لپاره یی ملي اجماع جوړهکړې وای تر څو ټاكنيېزې ستونزې تر دې مرحلې پورې نه وای رسېدلې.

د اساسي قانون پر بنست د افغانستان دولسمشر كاري دوره په ۵ كال د جوزا مياشتي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او بايد، چي ټاكني دوه مياشتي وړاندې تر سره شي تر څو دقدرت لېږد بل منتخب ولسمشر ته انتنقال شي.

خو اوس، چي ددغه حكومت د كار موده دوه مياشتي كېږي پای ته رسېدلې تر اوسه هم د ټاكنو د ستونزو له امله د دويم پړاو ټاكنو پايلي ندي اعلام شوي او د نوي منتخب ولسمشر حقوق ورځ تر بلي تلف كېزي.

Advertisement

1393ټاكنې

ازبکستان او افغانستان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال  عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱)  د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې  وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.

د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر  یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.

دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشه‌یي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

د ۹۷ ټاکنې

انتخابات ۹۷: چالش‌های انتخاباتی ریاست جمهوری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Continue Reading

1393ټاكنې

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.

امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې  ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.

د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې

څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.

په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.         

د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.    

اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه  ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون  کمیشنران باید بدل شي.

ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!