سیمه ییز خبرونه
د ولسمشريزو ټاكنو د راى وركولو بهير ۳۵ ورځې وځنډول شو
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي:
د دې لپاره، چې په ډاگه شي د كورنيو چارو وزارت د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو تر پيله د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ پاى ته رسولى شي او كه نه؛ د ټاكنو د كارتونو د وېش لړى تر راتلونكيو پېنځه دېرش ورځو ځنډول شوې ده.
د دغه كميسيون چارواكي وايي، چې:
كه كورنيو چارو وزارت د دې لړۍ په پاى ته رسولو بريالى نه شو؛ نو په افغانستان كې به د رايې په شرايطو برابر څلور ميليون كسانو ته د رايې وركولو د نويو كارتونو د وېش لړۍ پيل شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د تېرو ټاكنو د ارزونې له مخې اټكل كړى، چې د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو تر پيل پورې به څلور ميليون افغانان د رايې وركولو په شرايطو برابر شي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:
د ټاكنو د كميسيون د كاري مهال وېش له مخې دغو څلور ميليون افغانانو ته د رايې وركولو د كارتونو د وېش بهير بايد د روان كال د غويى د مياشتې په لومړۍ پيل شوى واى، خو دغه لړۍ د همدغه كال د مرغومې تر پېنځمې نېټې ځنډول شوې، چې د كورنيو چارو وزارت له خوا د برېښنايي تذكرو د وېش برخليك ښكاره شي.
بل خوا د ملي شورا د جرگو استازيو د رايې وركولو د كارتونو د وېش په لړۍ كې ځنډ د اندېښنې وړ مسله نه بولي، خو په ټاكنو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر خپلواكۍ ټينكار كوي .
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې كه د كورنيو چارو وزارت تر ټاكنو پورې د بريښنايي تذكرو لړى په ټول هيواد كې پلې نكړې او په راتلونكو ټاكنو كې د رايې وركونې پخوانيو كارتونو ته اړيتا پيدا شي، نو دا كار به په راتلونكيو ټاكنو كې د درغليو امكان ډېر كړي.
كه څه هم راتلونكيو ولسمشريزو تاكنو ته يو كال او لس ورځې وخت پاته دى، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون سر له اوسه د دغو ټاكنو لپاره لازم چمتوالى نيسي.