سیمه ییز خبرونه
د ورگو امنيتي حالت د خلكو اندېښنې راپارولي
وردگ د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې په تېرو څو اوونيو كې يې امنيتي حالت ورځ تر بلې د خرابيدو پر لوري روان دى.
د دغه ولايت يو شمېر اوسيدونكي، چې د خراب امنيت له كبله په اندېښنه كې دي وايي، چې كه دولت خلكو او په ځانگړي توگه ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړې واى؛ نو نن به په دې ولايت كې په دې كچه ناامنۍ نه وې.
دوى وايي، چې ډېري ځوانان د بې كارۍ له كبله د وسلوالو مخالفينو له ليكو سره يو ځاى شوي دي.
د وردگو والي عبدالمجيد خوږياڼى په ټول ولايت كې د ناامنيو ادعاوې ردوي؛ خو زياتوي، چې:
د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو كې خلك د وسلوالو له خوا يرغمل شوي او اجازه نه وركول كيږي، چې له خپلو حقوقو برخمن شي.
نوموړى زياتوي، چې خلك په راتلونكيو ټاكنو كې گډون او نوم ليكنې ته ليوالتيا لري؛ خو وسلوال طالبان ورته د دې كار اجازه نه وركوي.
خوږياڼى زياتوي، چې:
امنيتي ځواكونه هڅه كوي، چې په دې ولايت كې د ناامنيو مخ ونيسي.
نوموړي په ډاگه كړې، چې:
كه څه هم د دغه ولايت امنيتي ځواكونه د تجهيز له نيمگرتياوو سره مخ دي؛ خو بيا هم له وسلوالو مخالفينو سره د مقابلې توان لري.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبد الرحمن رحمان ډاډ څرگند كړ، چې:
د وردگو ولايت او د كابل – كندهار لوريې لارې ته د امنيت ساتلو نوى سيستم جوړ شوى، چې په پلې كيدو به يې يادې ستونزې اوارې شي.
ښاغلي رحمان دغه څرگندوني په داسي حال كي كوي، چي تېره مياشت د ورگو په شمول په يو شمېر ولايتونو كي د امنيتي حالت د سمون او د لويي لارو د امنيت د خونديتوب په موخه د واليانو يوه غونډه جوړه شوې وه؛ خو له هغي ورورسته هم لسگونه باروړنكي موټر سوځول شوي او چلوونكي يي وژل شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي