Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د یو شمېر موسسو فعالیتونه ځنډېدلي – نظري

عبداللطیف نظري نن (سې‌شنبه) څرګنده کړې، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو لامل له افغانستان سره د امریکا د پراختیايي او بشري مرستو ځنډ دی.

خپور شوی

د

 د افغانستان اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال آریانانیوز ته ویلي، چې له څو ورځو راپدېخوا د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو فعالیتونه درول شوي دي.

عبداللطیف نظري نن (سې‌شنبه) څرګنده کړې، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو لامل له افغانستان سره د امریکا د پراختیايي او بشري مرستو ځنډ دی.

نظري زیاته کړې: "مونږ غوښتنه کوو، چې هېوادونه باید بشر دوستانه مرستې سیاسي نکړي او بشري مرستې باید بشردوستانه پاتې شي."

تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.

Published

on

د افغان کډوالو لپاره د پاکستان عالی کمیشنرۍ (CCAR) څرګنده کړې، چې ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.

د ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د کډوالو لپاره د افغانستان عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې ډلې ۱.۴ میلیون راجستر شوي او ۰.۷ میلیون غیر راجستر شوي دي.

کمشنر د پاکستان د سنا غړو ته له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اړه جامع معلومات وړاندې کړي دي.

سناتورانو سعدیه عباسي او سید مسرور احسن د افغان کډوالو پروژو د تمویل لپاره د نړیوالې مرستې په بسیجولو او د بودجې په سم کارولو ټینګار وکړ.

دغه راز د پاکستان اړوند ادارو نن  ۱۴۱ افغان بندیان د تورخم کډوالۍ ادارې ته وسپارل.

د کډوالو چارو وزارت ويلي، چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته؛ د پاکستاني پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته ایستل شوي او د تورخم کډوالۍ ریاست ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې د افغان کډوالو د لیږد مسوول بخت جمال ګوهر باختر خبري آژانس ته تائید کړې، چې د کډوالو دا شمېر دې ادارې ته وسپارل شو، چې په بندیانو کې نرینه، ښځې او ماشومان هم شته دي.

ګوهر زیاته کړې، چې بندیان د کونړ، کاپیسا، میدان وردګ، کندوز، خوست، کابل، بغلان، لغمان، پکتیا، بامیان، روزګان او په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي دي او سره له دې، چې قانوني اسناد یې درلودل؛ په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او تورخم ته راولېږدول شول.

ګوهر زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې پاکستانيو چارواکو دغه کچه افغان بندیان د افغانستان اړوند ادارې ته سپارلي دي.

ویل کیږي، چې  ډېر دا کسان د اسلام‌آباد له زندانونو څخه خوشې شوي، چې د بند موده یې د ۵ او ۱۰ورځو ترمنځ ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه

اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي”د سرور IP ونه موندل شوه.”

Published

on

د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې اوبپاڼه د شنبې پر ورځ آفلاین ښکاره شوې؛ ځکه د ټرمپ حکومت هڅه کوي، چې دا اداره د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې راولي.

اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي"د سرور IP ونه موندل شوه."

د جمعې پر ورځ دوه سرچینو، چې له دې بحثونو سره بلد دي، ویلي؛ د ټرمپ حکومت غواړي، چې د دې ادارې خپلواکي لغوه کړي او د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې یې راولي.

ډیموکراټانو له بهرنیو چارو وزارت سره د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د احتمالي ادغام په اړه اندېیښنه څرګنده کړې ده.

دوی وايي، چې ټرمپ د یوې خپلواکې ادارې د له منځه وړلو قانوني واک نلري او د USAID کار د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ( د سلواغې لومړۍ) یو اجرائیوي فرمان صادر کړ او د امریکا بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، چې له " لومړۍ امریکا " پالیسۍ سره د هغې اغېزمنتوب وارزول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د جلغوزو له سکټور څخه د ملاتړ لپاره یوه اتحادیه جوړیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي د جلغوزو له سوداګرو سره په یوه غونډه کې د دې سکټور پر ستونزو او ملاتړ هر اړ خیز بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د جلغوزو سکټور د غړو ترمنځ د منفي سیالیو د له منځه وړلو لپاره باید د ملاتړ یوه ګډه اتحادیه جوړه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي د جلغوزو له سوداګرو سره په یوه غونډه کې د دې سکټور پر ستونزو او ملاتړ هر اړ خیز بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې، د جلغوزو د پروسس فابریکو پر جوړولو ټینګار وشو او په هېواد کې د جلغوزو لپاره پر بازار موندلو بحث او خبرې وشوې.

سوداګرو ویلي، چې د افغانستان جلغوزي باید چین، هند او اروپايي هېوادونو ته صادر شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!