تازه خبرونه

د هېواد په ټولو روغتونونه کې به د کرونا بېلګو کتنه پیل شي

Published

on

(Last Updated On: )

 د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي؛ د کرونا د شکمنو بېلګو د کتنې وړتیا په ورځ کې ۲۰۰۰ ته رسیدلې او هڅه کیږي، چې نوره هم لوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي احمد جاویدعثماني څرګنده کړې، چې د افغان – جاپان او علی جناح پر روغتونو سربېره دوه نورو روغتونو هم د کرونا ویروس د بېلګو اخیستل پیل کړي او اوس هره ورځ د کرونا ویروس دوه زره بېلګې کتل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت مني، چې تراوسه خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس د تشخیص وس نلري او اخیستل شوې بېلګې به د دوی لخوا په وړیا ډول په مرکزي لابراتوار کې کتل کیږي.

 د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا د کرونا ویروس ۷۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۶۳۱۰ ته رسیدلی دی.

دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو له دې ویروسه ۱۳ کسان مړه شوي او ۳۸۱ نور رغیدلي دي.  

په دې توګه په هېواد کې د ټولو مړیو شویو کسانو شمېر ۴۹۱ او د رغیدلو هغه ۵۵۰۸ رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی او سرپرست احمد جواد عثماني واي: غواړو د خپلو لابراتوارونو ماشینونه نورو روغتونونو ته هم وغزوو او د بېلګو اخیستنه ترې پیلوو.    

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو رییس عاشق خان سعادتي مني، چې تراوسه په خصوصي روغتونونو کې د کووید – ۱۹ ویروس د تشخیص وړتیا نشته او د دوی لخوا اخیستل شوې بېلګې به په حکومتي لابراتوارونو کې په وړیا ډول کتل کیږي.

د افغانستان د طبي شورا رییسه نسرین اوریاخېل وایي: زمونږ د څارنې له مخې ډېري روغتونونه روعتیایي امکانات لري؛ خو پوره ندي.       

په افغانستان کې حکومتي چارواکي مني، چې پر کرونا ویروس د اخته شویو او ترې د مړو شویو شمېر له  رسمي څرګندونو ډېر لوړ دی.

Trending

Exit mobile version