روغتيا
د هېواد په لوېدیځ کې د ګوزڼ واکسین څلورم پړاو پیلیږي

د هېواد په لویدیځ کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی پروګرام د دوشنبې پر ورځ پیلیږي.
په هرات کې د ګوزڼ واکسين پروګرام مشر عبدالوحید رحماني وايي، په دې حوزه کې به شاوخوا يو ميليون ماشومان واکسين شي.
د هرات د عامې روغتیا مرستیال محمد اصف کبیر ویلي؛ اوس مهال د ګوزڼ واکسین د تطبیق په برخه کې کومه جدي ستونزه نشته او د واکسین د پلي کولو ډلې به د دوشنبې پر ورځ د واکسین دوه څاڅکي له پېنځو کلونو څخه ټیټ عمره ماشومانو ته ورسوي.
افغانستان او پاکستان اوس هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د ګوزڼ پېښې په کې ثبت شوې دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، چې یوازې په دې ولایت کې به ۷۱۰ زره ماشومان واکسین شي او په بادغیس کې به هم شاوخوا ۱۸۰ زره ماشومان واکسین شي.
روغتيايي ډلې د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د واکسين په رسولو اخته دي او دغه کمپاين به کور پر کور پلی کړي.
د یادونې ده، چې سږکال په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.