Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې د استاد رباني د جنازې غيابي لمونځونه ادا شوي

خپور شوی

د

د افغانستان له شمال څخه رپوټونه وايي، چې: د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني د جنازې غيابي لمونځ پرون (د تلې په لومړۍ نېټه)  د ښارونو او ولسواليو په جامع جوماتونو كې د خلكو په پراخ گډون ادا شو . د بلخ مرستيال والي محمد ظاهر وحدت ويلي، چې: كه دولت د ورانكارو كورنيو او بهرنيو استخباراتي ډلو مخه ونه نيسي؛ د برهان الدين رباني ترور به وروستۍ پېښه نه وي ا و دا ډول وژنې به دوام وكړي . د فارياب ، جوزجان ، سرپل او سمنگانو واليانو عبدالحق شفق ، محمد عالم ساعي ، سيد انور رحمتي او خيرالله انوش د استاد رباني ناڅاپي مړينه د هېواد د سياست او سولې بهير په برخه كې  يوه لويه ضايعه بللې ده . د افغانستان پخوانى ولسمشر د جمعيت گوند رهبر او د سولې عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د تېرې سه شنبې په ورځ د وږي په ۲۹ په يوه ځانمرگي بريد كې ژوند له لاسه وركړ. دغه بريد د استاد په كور كې تر سره شوى دى
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

Published

on

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرله‌پسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمه‌ییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرله‌پسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.

سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.

هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سوله‌ييز دى؛ خو له بنديزونو سره - سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.

هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تل‌ابیب سره هم خبرې کړې دي.

نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا خبرداری بې بنسټه دی – پاکستان

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو ” نوی رامنځته کېدونکې ګواښ” دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هغه ادعاوې بې بنسټه او له "عقلانیت وتلې" وبللې، چې ګواکې د دوی د توغندیو پروګرام امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو " نوی رامنځته کېدونکې ګواښ" دی.

د جان فینر څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې واشنګټن د بالسټیک توغندیو د پروګرام په تړاو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ. دغه راز هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر خرابېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جان فینر څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د ادعا شوي ګواښ تصور " خواشینوونکی" دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: "دا تورونه بې بنسټه، له عقلانیت او تاریخ څخه بې برخې دي."

دغه وزارت وايي، ستراتیژیکې وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه‌‌ییز ثبات د ساتلو لپاره دي او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

دې راپور له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ اوږد تاریخ هم پر ګوته کړ؛ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ په ضد هڅو کې او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په ګډون د هراړخیزو هڅو د رغنده ښکئلتیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له ټیټو او ژورو سره مخ شوي دي. دغه هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد جګړه کې همکاري وکړه.

د جنوبي آسیا په دې هېواد کې د پاکستان د پوځ لخوا د کودتاه، په افغانستان کې د طالبانو د ۱۹۹۶ -۲۰۰۱ کلونو د واکمنۍ د ملاتړ او د اټومي وسلو د پروګرام له کبله اړیکې خړې پړې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

Published

on

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې‌ شنبه د لیندۍ اووه‌ویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.

د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!